په خوست کې د معتادو ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې خلک په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو د شمېر پر زیاتېدو اندېښمن دي، په نشه يي توکو روږدي ماشومان وايي، چې دغو موادو ته د اسانه لاسرسي له امله پرې روږدي شوي دي.

په خوست کې خلک په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو د شمېر پر زیاتېدو اندېښمن دي، په نشه يي توکو روږدي ماشومان وايي، چې دغو موادو ته د اسانه لاسرسي له امله پرې روږدي شوي دي.

یو څوارلس کلن ماشوم چې خپل ځان رياض ولي او د ښوونځي زده کوونکی راپېژني، وايي، شاوخوا دوه کاله مخکې په دوولس کلنۍ کې د نشه يي موادو په څکولو روږدی شوی.

رياض ولي وايي، چې څه موده مخکې د معتادينو په روغتون کې بستر شوی هم و، خو زياتوي چې وروسته له هغه ځايه وتښتېد. ده نشه له کريسټال يا شيشې نه پيل کړې او اوس په پوډرو روږدی شوی.

هغه وایي "زموږ په کلي کې پوډريان ډېر دي. زه به له هغو سره وم، نو پرې روږدی شوم. لومړی به له ښوونځي نه پټېدم، نور به زموږ له کليوال سره ناست وم، هغه به شيشه راکوله. اوس پوډرم څکوم".

په نشه يي موادو دا روږدی ماشوم رياض ولي له کورنيو غوښتنه لري، چې په نشه يي توکو له اعتياد نه د ژغورنې لپاره د خپلو ماشومانو سمه پالنه او روزنه وکړي او تل يې تر خپل نظر لاندې وساتي.

که څه هم کره شمېر نشته، خو اندېښنه دا ده چې په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو شمېر مياشت تربلې مخ پر ډېرېدو دی چې غټ لامل يې په آسانۍ سره نشه يي موادو ته لاسرسی بلل کيږي.

په مجموعي توګه په خوست ولايت کې په نشه يي موادو د روږدو کسانو شمېر لسګونه زره ښودل شوی، چې زياته برخه يې ځوانان بلل کيږي.