پکتیا: د نشه يي توکو په خرڅلاو کې د ماشومانو ښکېلتیا

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نشه يي موادو ځينې کاروباريان د دغو توکو په خرڅلاو کې له ماشومانو څخه کار اخلي.

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نشه يي موادو ځينې کاروباريان د دغو توکو په خرڅلاو کې له ماشومانو څخه کار اخلي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د نشه يي توکو سرچينې له منځه يوسي، ترڅو د کاروبار او استعمال دواړو مخه یې ونیول شي.

سره له دې چې حکومت د نشه يي توکو پرضد د جدي مبارزې خبره کوي، د پکتيا ځينې اوسېدونکي وايي، چې په ګردېز ښار او د ولسواليو په ځينو ښارګوټو کې له يو شمېر ماشومانو نه د مخدراتو د خرڅلاؤ لپاره د وسيلې په توګه استفاده کيږي.

د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل ماشومان د خپلو کورنيو د وېرې له کبله د کمرې مخې ته نه حاضريږي، خو په ګردېز ښار او د څکنيو ولسوالۍ په ښار ګوټي کې د يادو ماشومانو شمېر د اندېښنې وړ بلل شوی.

د پکتيا اوسېدونکی خیال وایي "د چرسو او اپينو پوړيو جوړوي، جيبونو ته يې ور اچوي. هغه معلوم ماشومان دي. هغه څوک يې پېژني، چې دا عمل (نشه) کوي. په بازار کې له ماشومانو څخه دا پوډر او مواد اخلي او څکوي يې".

بې وزلي، غربت او په ځينو مواردو کې ښوونځيو ته نه لاسرسی هغه لاملونه بلل کيږي، چې ګوندې له کبله يې روږدو کسانو ته د نشه يي توکو په رسولو کې له ماشومانو څخه د وسيلې په توګه استفاده کيږي.

خلک وايي که حکومت د نشه يي توکو د خرڅلاو مرکزونه او نورې سرچينې له منځه يوسي، ښايي تر ډېره بريده د دغو موادو د کاروبار او استعمال مخه ونيول شي.

په همدې حال کې د پکتيا پوليس د مخدراتو په کاروبار کې د ماشومانو د ښکېلتيا په هکله په مشخصه توګه څه نه وايي، خو د نشه يي توکو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر وايي " انشاالله د مخدره موادو جرړې به له دې ولايت نه باسم. او په ډېره لېرې ولسوالۍ کې به تاسو مخدره مواد په اسانۍ سره پيدا نه کړئ".

د شمېرو له مخې دا مهال په پکتيا کې لسګونه زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي. دوی د خرڅوونکو په هکله د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي، خو وايي، چې په ډېرې اسانۍ نشه يي مواد ترلاسه کوي.