په خوست کې د سبزیجاتو تولید زیات شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د کرنې مسؤلين وايي چې سږ کال په خوست کې د سبزيجاتو په حاصلاتو کې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې پورې زياتوالی راغلی دی.

د کرنې مسؤلين وايي چې سږ کال په خوست کې د سبزيجاتو په حاصلاتو کې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې پورې زياتوالی راغلی دی.

د خوست د کرنې رياست مسؤلين وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې په تقريبي ډول شاوخوا ۷۷۰۰ ټنه د سبزيجاتو حاصل توليد شوی، چې زياته برخه يې په کور دننه مصرف شوې او يا مصرفيږي.

د دې ریاست د کرنیزو چارو آمر انجنیر فضل رحیم وايي تېر لمريز کال په خوست کې شاوخوا څلور زره ټنه سبزيجاتو راټول شوي وو، چې پر دې بنسټ سږکال د سبزيجاتو په حاصلاتو کې له ۳۵ تر ۴۰ فيصدو پورې ډېروالی راغلی.

هغه وايي "له بزګرانو سره په تماس کې يو. کال په کال د سبزيجاتو اهميت ورته ښييو. دوی هم اوس په اهميت پوهېدلي دي. دوی ته دا معلومات شوي چې که يو جريب ځمکه په جوارو يا په غنمو وکرو، د هغو حاصل څومره دی او که د سبزيجاتو د يو جريب حاصل واخلو څومره به وي. په څو چنده يې دی".

د مسئولینو په خبره د ګرين هاوسونو شمېر ډېرېدا، د سبزيجاتو په اقتصادي اهميت د ګروندګرو پوهاوی او له پاکستان کې په واردېدونکو سبزيجاتو کې کموالی په دغه ولايت کې د سبزيجاتو حاصلاتو د ډېرېدو عمده لاملونه بلل کيږي.

کروندګر وايي، چې د خوست اقليم او ځمکه د سبزيجاتو کرکيلې لپاره ښه جوړه ده او حاصلاتو يې هم ښه نتيجه ورکړې. دوی د کرنې له مسؤلو ادارو دې برخې ته د لا ډېرې پاملرنه غوښتنه لري.

د شمېرو له مخې په وروستيو کلونو کې هر کال د خوست په مرکز او ولسواليو کې پر شاوخوا دوه زره هکتاره ځمکه مختلف ډوله سبزيجات کرل کيږي.