له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنیو د ونډې په اړه د امریکا غږ کنفرانس

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا غږ په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو، چې لسګونو کروندګرو او چارواکو په کې ګډون کړی وو.

امریکا غږ په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو، چې لسګونو کروندګرو او چارواکو په کې ګډون کړی وو.

غونډې ته د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل چې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت اتیا سلنه کم شوی دی.

ښاغلی امرخېل وايي "طالبان د خپلې جګړې یوه لویه برخه د کوکنارو په پیسو مخکې وړي، خو د خلکواو رسنیو په همکارۍ دې ولایت کې کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله اتیا سلنه راکم شوی".

د ولایتي شورا استازي وايي که د عامه پوهاوي دغه ډول ناستې په لرې پرتو سیمو کې وشي نو اغېز به یې ځکه ډېر وي چې کروندګر به پکې د خپلو زړونو خبرې وکړي.

د کرنې رئيس انعام الله ساپي په ولسوالیو کې د کوکنارو د هغو بدیلو پروژو یاده وکړه چې د نړیوالو خیریه ادارو په کومک پلې شوې او یا روانې دي، خو مني چې د کروندګرو شته ستونزې تش لاسۍ له امله نه دي حل کړي.

په غونډه کې کروندګرو چارواکي وپوښتل چې ولې یې ولسوالیو ته په متوازنه توګه پروژې نه دي پلې کړې.

چارواکو ځواب ووایه خو وايي د ډېرو پروژو لپاره بهرنیان پخپله ولسوالۍ ټاکي او ځینې کارونه د دوی له وسه پورته دي، خو هڅه کوي چې د کروندګرو ستونزو ته ځانونه ور ورسوي.

د ننګرهار د عامې ورغتیا رئیس بیا وايي په نشه يي توکو د اخته کېدونکو کسان شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او نوي سلنه بستر شوي معتادین بیا ځلې په نشه راوښتي، وايي په دې اړخ کې د قومي خلکو او دیني عالمانو عامه پوهاوی اړین دی.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي تېر یو کال کې څه باندې لس زره کیلو نشه يي توکي نیولي او په تور یې تر څلور سوه هغه کسان نیولي چې یا یې قاچاق کول او یا یې نشه يي توکي کارول.

د امریکا غږ استازي رحیم ګل څاروان وویل چې اداره یې هڅه کوي تر څو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې لا ډېر کار وکړي.

امریکا غږ تر دې وړاندې په بدخشان او هرات کې هم دغه ډول کنفرانسونه جوړ کړي دي.