احمد ولي هوتک: د خپلو سیالیو په مرسته به له نشه يي توکو سره مبارزه کوم

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک چې د کورنیو چارو وزارت له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې سفیر ټاکل شوی وايي چې د نشو د زیانونو په اړه به عامه پوهاوی زیات کړي.

د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک چې د کورنیو چارو وزارت له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې سفیر ټاکل شوی وايي چې د نشو د زیانونو په اړه به عامه پوهاوی زیات کړي.

ښاغلی هوتک وايي چې د خپلو پیغامونو او سیالیو په مرسته به ځوانان وهڅوي چې سپورټ ته مخه کړي، هغه وايي کله چې ځوانان په سپورټ بوخت شول هیڅکله به په نشو اخته نه شي.

هغه وايي "له سوشل میډیا نه نیولې تر سترو سیالیو پورې چې د نشه يي توکو پر ضد به یې جوړوو، د نشو د زیانونو او له نشه يي‌توکو سره د مبارزې په اړه به پوهاوی ورکوو".

د کورنیو چارو وزرات تمه لري چې د هېواد پېژندل شوی سپورټي ستوری احمد ولي هوتک به د نشه يي توکو پر ضد عامه پوهای زیات او پر وړاندې یې مبارزه کې ډېره مرسته وکړي.