په ننګرهار کې پر للمو ځمکو د غنمو د کرلو هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کرنې مسئولين وايي په هغو سيمو کې چې د کوکنارو کښت کم شوی، په للمي ځمکو کې يې د غنمو د کښت لپاره د زمينې برابرولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د ننګرهار د کرنې مسئولين وايي په هغو سيمو کې چې د کوکنارو کښت کم شوی، په للمي ځمکو کې يې د غنمو د کښت لپاره د زمينې برابرولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د کرنې مسئولین وایي په دغه ولايت کې ډېرې هغه کرنيزې ځمکې چې اوبه لري د اوسېدو ځايونه په کې جوړ شوي چې له امله یې د غنمو کښت کم شوی دی.

د کرنې رئيس انعام الله ساپی د یو داسې پلان خبر ورکوي چې له مخې به يې د هغو ولسواليو للمي سيمو کې د غنمو د کښت زمينه برابره شي چې کروندګرو يې د کوکنارو کښت بند کړی دی.

ساپی وايي " لالپوره، مومندره، ګوشته هغه ولسوالۍ دي چې ډېر ښکلی اقليم لري د غنمو د کرلو لپاره ډېرې مناسبې ولسوالۍ دي، خو متاسفانه ټولې للمې پاتې دي او د للمي تخم بايد موږ ترويج وکړو، اينده کې د دې لپاره مختلفو ارګانونو سره په جريان کې يو".

له دغو ټولو ستونزو سره سره لا هم د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د غنمو کښت کېږي او کروندګر وايي، دا چاره یې په خپلو سيمو کې د کوکنارو د بندښت وروسته کړې ده.

خو کروندګر غوښتنه لري چې د کوکنارو په پرتله د غنمو ګټه کمه ده بايد حکومت يې لاسنيوی وکړي.