ښایسته حکیم: زیاتره معتادې ښځې شیشه او هیرویین څکوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د مرکز مشره ډاکټر ښایسته حکیم وايي چې په دې مرکز کې زیاتره بستر شوې معتادې ښځې شیشه او هیرویین استعمالوي.

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د مرکز مشره ډاکټر ښایسته حکیم وايي چې په دې مرکز کې زیاتره بستر شوې معتادې ښځې شیشه او هیرویین استعمالوي.

حکیم وايي چې په دې مرکز کې اوس مهال ۵۰ معتادې ښځې او ۵۰ ماشومان بستر دي، چې لویه برخه یې په هیرویینو اخته دي او ترڅنګ یې شیشه هم کاروي.

ډاکټره حکیم زیاتوي "اوس موږ ۱۰۰ ناروغان لرو، ۵۰ یې ماشومانې دي او ۵۰ یې ښځې دي، موږ باید دا شمیر ناروغانې تل ولرو او زموږ اکثره ناروغان شیشه او هیرویین استعمالوي، ډېر لږ شمیر یې نور مواد او کیمیاوي درمل استعمالوي، خو اکثره یې هیروئين او شیشه څکوي".

اغلې حکیم وایي زیاتره معتادې ښځې کورنۍ او سرپناه نه لري او له همدې امله د ژمي په موسم کې د سړې هوا له کبله د یاد مرکز ټول بسترونه ډکېږي.

هغه وايي "دوی اکثره هغه کسان دي چې د اوسېدو ځای نه لري یعنې بې‌کوره دي او په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې د ژمي سړه هوا یې دې ته اړ باسي ترڅو راشي مرکز ته او ځان بستر کړي. د ژمي او اوړي توپیر دا دی چې په اوړي کې هوا ګرمه وي او دوی په هر ځای کې ژوند کولی شي په هرځای کې یې ګوزاره کېږي، خو په ژمي کې نه شي کولی چې د باندې د سرک په غاړه یا پلونو لاندې ژوند وکړي، نو له همدې امله اکثره یې د ژمي په موسم کې په خپله راځي او ځان بستروي او ځینې یې زموږ سیمه‌ییز ټیمونه راولي".

ډاکټره حکیم وايي چې اکثره معتادې ښځې له درملنې وروسته باید رخصت شي خو یو شمېر یې چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري، له میاشتو او کلونو راهیسې په همدې مرکز کې اوسېږي او له نورو ناروغانو سره د مخدره موادو په خوشې کولو کې همکاري کوي.

کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو په دې مرکز کې هر ناروغ ۴۵ ورځې تر درملنې لاندې وي.

دوی ته ټول خدمات چې په کې جسمي او رواني درملنه، خواړه او د اوسیدو ځای شامل دی، وړیا ورکول کیږي.