ظاهر خان: د نشو له امله مې کورنۍ له یاده وتلې

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی ظاهرخان چې شاوخوا نهه کاله کېږي په نشو اخته دی، پخوا یې بزګري کوله او ښه ژوند یې درلود.

د غزني اوسېدونکی ظاهرخان چې شاوخوا نهه کاله کېږي په نشو اخته دی، پخوا یې بزګري کوله او ښه ژوند یې درلود.

هغه وايي چې تر نشو وړاندې یې یوه شېبه بېله کورنۍ نه شوای تېرولی، خو له کله چې معتاد شوی کورنۍ یې له یاده وتلې ده.

ظاهر خان وایي " لږ عصبي مشکل راته پیدا شو او شپږ میاشتې پر کور پروت وم، یوه ورځ په کلي کې یو معتاد نشه کوله ما ته یې وویل ولې دې داسې طبیعت خراب دی راشه یو دم ووهه، ما هم یو دم ووهی نو داسې په هوا یې کړم ما ویل دغه دی خوند بس له هغې وروسته پسې معتاد شوم او ټوله دنیا مې ختمه کړه اوس تر پله لاندې دلته شیشه او پوډر څکوم".

هغه چې څو ځله یې درملنه کړې ده بیا هم نه دی توانېدلی چې له نشه يي توکو لاس واخلي.

په غزني کې په نشو د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدوی دی، چې د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د غزني اوسېدونکي پر دولت غږ کوي چې د معتادینو او د نشه يي توکو د خرڅلا او قاچاق د مخنیوي لپاره دې لاس په کار شي.