لوګر کې د افغانستان تر ټولو لوی جوړېدونکی هوايي ډګر څه ځانګړنې لري؟

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې لوګر ولایت کې د افغانستان تر ټولو لوی هوايي ‌‌ډګر د جوړولو لپاره د ارزونې چارې بشپړې شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان د حکومت په مودې کې پلان شوی دغه هوايي ‌ډګر له یو کال راهیسې د ایټالیاوي تیکنیټال شرکت له خوا ارزول شوی او په پام کې ده چې د ډیزاین کار یې پیل شي.

لوګر کې د ارزونې چارې

د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا دغه ډګر ته د دوه میلیارډ ډالرو د لګښت پانګه ځانګړې شوې چې د افغانستان حکومت له خوا تمویلیږي.

یاد ډګر به د کارګو سربېره په یوه ورځ کې د لږ تر لږه د ۲۷ زرو مسافرینو (لس میلیونه هر کال) د پروسس وړتیا ولري.

د لوګر نوی هوايي ډګر په اصل کې پلازمېنه کابل لپاره جوړیږي چې په ۲۰۳۵ کې یې د جوړولو چارې بشپړیږي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نعیم صالحي نن پنجشنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳) په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "کابل کې د حامد کرزي هوايي ‌ډګر له دې امله چې ښاري پراختیا راچاپیره کړې د پراخولو امکان یې نشته."

کندهار کې د احمد شاه بابا هوايي ‌ډګر د افغانستان تر ټولو لومړی او معیاري هوايي ډګر دی چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی دی.

افغانستان اوس مهال لږ تر لږه ۶۰ کوچني او پراخ هوايي ‌ډګرونه لري.

کندهار کې د احمد شاه بابا، هرات کې د خواجه عبدالله انصاري، بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي او کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګرونه بین المللي دي چې هر کال څلور میلیونه مسافر پروسس کوي.

دغو څلور ډګرونو کې د افغانستان ۷۰ سلنه هوايي عملیات ‌ترسره کیږي.

کندهار کې د احمد شاه بابا هوايي ‌ډګر د افغانستان تر ټولو لومړی او معیاري هوايي ډګر دی چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی دی.

د افغانستان ملکي او نظامي هوايي سکټورونه دغه هېواد کې د کورنیو جګړو مخکې د سیمې په کچه د پام وړ وده کړې وه خو جګړې د دغه هېواد ټول عمده سکتورونه شنډ کړل.