اوباما او غني ټلیفوني خبرې وکړې

اوباما د افغان ځواکونو میړانه ستایلې ده

امریکايي ولسمشر خپل افغان سیال ته د کندز پر روغتون د بمبارۍ له کبله خواښیني څرګنده کړه.‌

د چهارشنبې په ماښام افغان او امریکايي ولسمشرانو په کندز کې د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي‌ چې ولسمشر باراک اوباما د افغان امنیتي ځواکونو د میړانې ستاینه وکړه او ولسمشر غني ته یې ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغان پوځیانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.‌

ولسمشر اوباما دغه راز د کندز په ښار کې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي الوتکو د بمبارۍ له کبله د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې له امله ژوره خواښیني بیان کړه.

پدغه بمبارۍ کې چې د امریکايي چارواکو په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه ترسره شوه، ۲۲ ملکي کسان ووژل شول. د بې پولو ډاکټرانو سازمان دغه پیښه جنګي جنایت بللی خو امریکايي چارواکي وايي روغتون په قصدي توګه نه و په نښه شوی.

ولسمشر اوباما دغه راز د چهارشنبې په ورځ د بې پولو ډاکټرانو له سازمان نه د کندز د پیښې له کبله بخښنه وغوښته.

افغان او امریکايي‌ ولسمشرانو د خپلو خبرو په پاې کې د دواړو هیوادنو تر منځ د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.‌