چین: د دلای لاما او اوباما لیدل به جدي عواقب ولري

Obama Stresses Human Rights for Tibetans in Talks With Dalai Lama

د چین له سختو خبرداریو سره سره، ولسمشر بارک اوباما به په سپېنې ماڼۍ کې د جمعې په ورځ د تبت د شړل شوي روحاني مشر، دلای لاما سره وګوري.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما به د دلای لاما سره د درناوي وړ یو مذهبي او فرهنګي مشر په توګه، لیده کاته کوي.

د سپېنې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې متحده ایالت د دلای لاما د هغې (منځنۍ لارې) درناوی کوي چې په چین کې نه د تبتیانو جلا والی غواړي او نه یې هم خپلواکي.

د چین د بهرنیو چارو وزرات په سملاسي ډول پر امریکا ټېنګار کړی چې دغه لیده کاته ترسره نکړي. د وزارت ویاند هویا چینانګ خبرداری ورکړ چې دغه کار به جدي ډیپلوماتیکي عواقب له ځانه سره ولري.

هغې داسي وویل: ،،دالای لامه یو سیاسي شړل شوی کس دی چې د ډیر پخوا راهیسي هڅه کوي چې د مذهب ترنامه لاندي په چین کې بیلتون غوښتونکي هلې ځلې وکړي. د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د دالای لامه سره لیده کاته به د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه وي او دا کار د نړیوالو اړیکو د نورمونو او قوانینو سره په مغایرت کې واقع کېږي. دا لیده کاته به د امریکا اوچین ترمنځ اړیکې په جدي توګه خرابې کړي.،،

د یادونې وړ ده چې چین په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې هم ورته خبرداری ورکړی و کله چې ولسمشر اوباما او دالای لامه سره وکتل.