اوباما: پر ایران باندي د بندیزونو د نرمېدو طرفداره یم

په داسي حال کې چې په جینیو کې د ایران د اټمي پروګرام په هکله خبرو زور اخیستی دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې هغه پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د نرمولو طرفداره دی. د یوې لیسزې راهیسي د ایران د اټمي پروګرام په هکله جنجال روان دی.


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري اوس مهال په سویس کې دی او د نړۍ د مشرانو سره چې د ایران د اټمي پروګرام په هکله اندېښنه لري په لیدو کاتو بوخت دی. ښاغلي کیري د شنبې په ورځ د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کټرین اشټن سره د ایران د اټمي پروګرام په هکله د دویمې ورځې دپاره بیا خبرې وکړې او وروسته به دواړه د ایران د باندنیو چارو د وزیر جاوید ظریف سره خبرې وکړي. لویدیځ ډیپلوماتان هڅه کوي چې د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په برخه کې اختلافات یو څه راکم کړي او یوې موافقې ته سره ورسېږي. ایران غواړي چې پر دغه هېواد باندي وضعه شوي نړیوال بندیزونه نرم او ایسته شي خو د نړۍ شپږ هېوادونه بیا د تهران څخه ډاډ غواړي چې دغه هېواد اټمي وسلې نه جوړوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ان بي سي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې پر ایران باندي په معتدله توګه د بندیزونو د نرمېدو طرفداره دی. ښاغلي اوباما داسي وویل ،،مونږ کولای شو چې پر هغوي باندي یو څه معتدله نرمښت راولوو خو د بندیزونه په اصطلاح جوړښت به پر خپل ځای پاته وي . همدا شان اساسي بندیزونه به هم پر خپل ځای پاته وي . که چیري دوي د ښپږو میاشتو په موده کې هغه غټ مسایل چې مونږ یې غواړو حل سي، حل نکړي ترڅو مونږ ډاډه سو چې ایران اټمي وسلې نه جوړوي او ځان شاته کړي، نو مونږ به بیرته بندیزونه پر ولګوو.،،

کیري: د ایران سره په خبرو کې اوس هم غټې خلاګانې سته

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې اوس هم د ایران د اټمي پروګرام په هکله په خبرو کې مهمې خلاوې سته. ښاغلي کیري دغه څرګندونې وروسته له هغه نه وکړې چې ایراني انډول یې وویل چې د جمعې د ورځې په خبرو کې ښايي د ایران او او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ ابتدايي موافقه حاصله سي.

کیري جینیو ته د رسیدو سره سم خبرې وکړي هغه جینیو ته ناببره په سفر ولاړی او منیځني ختیځ ته یې خپل سفر رالنډ کړ.نوموړی د نړۍ د شپږو قدرتونو سره د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله د دویمې ورځې دپاره په خبرو بوخت دی خو کییري وویل چې تر اوسه پوري هیڅ خبره نهايي شوې نه ده. ښاغلي کییري داسي وویل: ،، زه غواړم چې پر دې باندي ټینګار وکړم چې اوس هم مهم مسایل دي چې حل سوي نه دي.ډیره مهمه ده چې دغه مسایل په سمه او بشپړه توګه مطرح شي. زه غواړم پر دې باندې ټینګار وکړم چې تر اوسه پوري هیڅ موافقه نه ده حاصله شوې.،،

په عین حال کې د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لارینټ فابیوس چې د جمعې په ورځ جینیو ته د خبرو دپاره ورسیدی د ایران د اټمي پروګرام په هکله یې په احتیاط سره خوشبیني څرګنده کړه او داسي یې وویل ،،پرمختګ شوی دی خو همدا اوس چې زه ستاسو سره خبري کوم هیڅ نتیجه نه ده ترلاسه شوې. مننه!،،

د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم د ایران سره د موافقه په برخه کې خوشبیني څرګنده کړه. نوموړي چې په ماسکو کې یې خبري کولې وویل چې د موافقې د ترلاسه کېدو تر ټولو مهمه مسله د دواړو خواوو په ارادې پوري اړه لري چې د یو څه نه تیر شي. هغه داسي وویل:،،یو مهم عامل په دې بهیر کې دا و چې زمونږ ملګرو څه موده مخکي د یوه پیشنهاد ملاتړ وکړ چې په لړ کې یې خبرې د پر له پسې او دوو اړخیزو اقداماتو پر اصولو بنا وي. په دې معنی چې ایران د نړیوال اټمي انرژۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غوښتنې ومني او په عین حال کې نړیواله ټولنه پر ایران باندي د بندیزونو په نرمولو کې اقدام وکړي.،،

اسرایل: ایران په ګټه کې او نړۍ په تاوان کې ده

کییري د سویس نه مخکي په تل ابیب کې د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو سره وکتل. نتیانیاهو بیا غواړي چې د ایران اټمي پروګرام دي په بشپړه توګه له مینځه یوړل شي. هغه داسي وویل ،،ایران ته داسي معامله برابره شوې چې په روانې پیړۍ کې یې ساری نه و لیدل شوی خو نړیوالې ټولنه په دې کې تاوان کوي. دا یوه بده معامله ده او اسرایل یې په کلکه ردوي.،،

امریکايي چارواکي تل وايي چې ایران به پرې نږدي چې اټمي وسلې جوړې کړي ځکه دا کار به په سیمه او نړۍ کې د اټمي وسلو د جوړولو یوه سیالي رامنځ ته کړي او د سیمې او نړۍ امنیت به د ګواښ سره مخامخ کړي. ایران بیا وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او د دې نیت نلري چې اټمي وسلې جوړې کړي.

د چارو کارپوهان د ایران سره د خبرو په برخه کې سره ویشل شوي دي. ځیني وايي چې ایران غواړي په دې پلمه باندي وخت ترلاسه کړي چې اټمي وسلې جوړې کړي او د اقتصادي بندیزونو څخه یو څه ځان راخلاص کړي خو ځیني نور بیا دغو خبرو ته امیدواري څرګندوي او وايي چې ښايي خبرې یو ځای ته سره ورسېږي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف د جمعې په ورځ وویل چې د نړۍ د شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې په جینیو کې د جمعې د ورځې د خبرو وروسته د یوې موافقې د رامنځ ته کېدو امکان موجود دی. خو وروستي معلومات دا دي چې جان کییري ویلي دي چې اوس هم د ایران د اټمي پروګرم د خبرو په برخه کې مهمې خلاګانې موجودې دي. د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لارنت فابیوس هم د فرانسې یوې راډیو ته ویلي دي چې اوس هم د خبرو په لومړي پړاو کې زیات شمیر خنډونه موجود دي.

د ایران د جنجالي اټمي پروګرام مسله د یوې لسیزې راهیسي روانه ده. دا چي روانې خبري به کوم ځای ته ورسېږي او که نه دا به راتلونکي وخت ته معلومه وي.