اوباما: په امریکا کې اقتصادي پرمختګ او د کارګرانو حال ښه شوی

د امریکا ولسمشر براک اوباما کوښښ وکړ د امریکا خلکو ته دا وښیي چي په دې هیواد کي اقتصادي پرمختگ راغلی دی او د کارگرانو حال ښه سوی دی. ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي تیره میاشت خلکو ته د کارونو د پیداکیدو خبرونه وستایل. هغه په یوه فابریکه کي چي خلکو ته یې کارونه ورکړي دي، وینا وکړه.

ولسمشر وویل چي نوې ټیکنالوجي ددې د پاره ډیره مهمه ده چي په خارجي تیلو باندي د امریکا اتکا کموي. ښاغلي اوباما وویل چي په امریکا کي د تیلو د تولیداتو کچه په تیرو اتو کالو کي تر ټولو جگه شوې ده او په دې هیواد کي د تیلود تولیداتو د نور زیاتیدو هلي ځلي د تیلو د قیمت د لوړیدو په مخنیوي کي چټکه چاره نه ده.

د امریکا ولسمشر وویل چي ددې په ځاي چي د سیاستمدارانو هغو خبرو ته غوږ ونیسو چي د تیلو د بیي د کمولو په اړه یې کوي، ښه به دا وي چي ووایو امریکا باید ځانته د انرژۍ منبابع لکه لمر، باد، طبیعي گاز او بیولوژیکي تیل ولټوي. هغه دغه راز په کانگرس باندي دا انتقاد هم وکړ چي د تیلو کمپنیو ته چي ډیري زیاتي گټي کوي څلور ملیارډ ډالره ډولتي مرستي ورکوي.