پاکستاني پلاوی کابل ته ځي چې اړیکې بیا ورغوي

د پلاوي اصلي هدف د کابل-اسلام اباد ترمنځ د خرابو شویو اړیکو بېرته رغول او عادي کول ښودل کیږي

ټاکل شوې چې د پاکستان د مدني فعالانو، پارلمان د غړو او سیاستوالو یو پلاوی ژر کابل ته ولاړ شي.

د دغه پلاوي اصلي هدف د کابل-اسلام اباد ترمنځ د خرابو شویو اړیکو بېرته رغول او عادي کول ښودل کیږي.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند غړی، افراسیاب خټک هم په دغه پلاوي کې دی. هغه وايي چې کابل ته د پاکستاني پلاوي تر تګ مخکې یو افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي.

ښاغلي خټک له امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې همدغه راز د پاکستان د حکومت پر سیاست نیوکه وکړه او وویل چې اسلام اباد باید د کابل په اړه د ساړه جنګ د مهال تګلاره بدله کړي.

ښاغلي خټک وویل "د پاکستان لویه ستونزه دا ده چې د افغانستان د حکومت پر ضد له سیاسي ډلو او افرادو سره روابط ساتي. موږ وایو چې پاکستان باید مستقیمآ د افغانستان له حکومت سره اړیکي وساتي".

نوموړي هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو د مدني فعالانو تګ راتګ او راشه درشه به د دواړو حکومت ترمنځ د اړیکو ښه کولو او عادي کولو ته لاره پرانیزي.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي خټک سره د جعفر هاند مرکه واروئ