پاکستان وايي افغان عسکر یې خاورې ته وراوښتي دي

پاکستاني چارواکو افغان سرتیري په دې تورن کړي دي چې د دوي خاورې ته ورننوتلی دي او دوه کلیوال یې وژلي دي. حکومتي او استخباراتي چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۳۰ افغان سرتیري د کرمې په سیمه کې د پاکستان خاورې ته په طالبانو پسي ورننوتلي دي او د یاغیانو سره یې نښتې کړې چې په لړ کې یې د مقبل په کلي کې دوه کسه کلیوال وژل شوي دي.

پاکتساني چارواکو د مطبوعاتو سره د نوم د نه اخیستو په شرط خبري کړي دي.

خو د افغانستان ددفاع وزارت دغه ریپوټ رد کړی دی او وايي چې دا بې اساس ادعا ده.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې افغان سرتیري تر څه بریده د پاکستان خاورې ته اوښتي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه هم روښانه نه ده.

پاکستان او افغانستان دواړه پر یوه بل باندي تورونه لګوي چې په سرحدي سیمو کې د طالبانو د بریدونو مخه نه نیسي.