د پاکستان پوځ: د القاعدې او لشګر جنګوي مشران مو نیولي

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه

د پاکستان پوځ وايي چې د جنوبي آسیا لپاره یې د القاعدې شبکې څانګه له منځه وړي او د هغه زندان د ماتیدو مخه یې نیولې ده چې د وژل شوي ژورنالست ډینیل پرل قاتل پکښې ساتل کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه نن وویل چې ۹۷ وسله وال یې نیولي دي اوزیاته یې کړه چې په دغو وسله والو کې فاروق بهاتي هم شامل دی چې د هند او پاکستان لپاره د القاعدې د څانګې مرستیال و.

هغه زیاته کړه چې د دغه ډلې ۱۲ نورو مالي تمویلونکي او د بمونو د جوړولو ۱۵ ماهران یې هم نیولي دي.

جنرال باجوه وویل «دغې ډلې د کراچي په هوايي ډګر باندې په برید کې لاس درلود. دغه ډله یو کال مخکې په کراچۍ کې د زندان د ماتولو په هڅو کې لاس درلود. کیدای شي ستاسو د پولیسو آفسر چودري اسلم په یاد وی، هغه دغه ډلې وژلي و. او په پای کې باید زه تاسو ته ووایم چې ټول استخباراتي ارګانونه نه یوازې دا چې په پخوانیو قضیو کې [د ملوثو کسانو د نیولو] هڅې کوي، بلکې د راتلونکو تروریستي پيښو د شنډولو هڅې هم کوي، چې یوه یې د حیدرآباد د زندان د ماتولو هڅه ده.»

د پاکستان د پوځ دغه ویاند زیاته کړه چې د القاعدې د دغې څانګې مشر په افغانستان کې دی.

باجوه وویل چې د لشکر طیبه د ډلې مشران یې هم نیولي دي. هغه ویلي دي چې د لشکر طیبه د ډلې د ماینونو د جوړولو ۱۰ ماهران او د ځانمرګو بمونو شپږ ماهران هم په نیول شوو کسانو کې شامل دي.

دغه ډلې چې په هند او پاکستان کې یې د القاعدې د څانګې سره په ګډه پلانونه جوړول او د پاکستان په بیلابیلو ځایونو کې یې بریدونه کول. د دغې ډلې سره پاکستاني طالبانو مرسته کوله.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د دغو کسانو زیاتره یې په کراچۍ کې نیول شوي دي. هغه دا هم وویل چې دغه کسان هغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي چې د ډیر وخت راهیسې روان وو او د اسخباراتي رپوټونو په اساس ترسره کیدل.