د کرکټ نړیوال جام: پاکستان د نیوزیلنډ څخه لوبه وګټله؛ انګلنډ له نړیوال جام څخه بهر شو

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) پاکستان له نیوزیلنډ څخه لوبه په ۲۱ منډو وګټله.

د هند په بنګلور ښار کې پاکستان ددې پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته، نیوزیلنډ لوبډلې ته لومړۍ د توپ وهنې یا بیټینګ بلنه ورکړه. نیوزیلنډ د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره پاکستان ته د ۴۰۲ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډلې د فخر زمان د سلیزې او لوبدلمشر بابر اعظم د ۶۶ منډو پر مټ او همداراز د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره، په ۲۵.۳ اوورنو کې ۲۰۰ منډې وکړې. خو لوبه د باران له امله لوبه دوه ځلې وځندیده. له دې امله د پاکستان د منډو او ویکټو ته په کتو سره، لوبه د (DLS Method) میتود پربنسټ د پاکستان په ګټه اعلان شوه.

په دې بریا سره، د پاکستان لوبډلې پواینټونه اته شول او پدې توګه د روان نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې د رسیدو لاره یوه اندازه لنډه کړه.

په نننۍ لوبه کې د نیوزیلنډ توپ وهونکو راچین رویندار ۱۰۸، کیم ویلیمسن ۹۵، ګالین فلپس ۴۱، مارک چمپمن ۳۹ او ډیون کانوي ۳۵ منډې وکړې. خو د نیوزیلنډ نور لوبغاړی و نه توانیدل چې له ۳۰ زیاتې منډې وکړي.

بلخوا د پاکستان چټک توپ اچوونکي شاهین افریدي په لسو اوورنو کې ۹۰ منډې ورکړې او کوم ویکټه یې وانخیستله.

همداراز حسن علي په لسو اوورنو کې ۸۲ منډې ورکړې او یوازې یوه ویکټه یې واخیستله. حارث روف هم په لسو اوورنو کې ۸۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله. خو محمد وسیم بیا درې ویکټې واخیستلې او لسو اوورنو کې یې ۶۰ منډې ورکړې.

همداراز فخر زمان د دې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو. د پاکستان بله لوبه د نومبر په ۱۱مه نېټه د انګلنډ سره ده.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ په نړیوال جام کې، افغانستان د نومبر په اوومه له استرالیا او د نومبر په لسمه له جنوبي افریقا سره لوبه لري.

له نړیوال جام څخه د انګلنډ لوبډلې بهر کیدل

د کرکټ د نړیوال جان سیالو په لړ کې نن د پاکستان او نیوزیلنډ لوبې برسیره، د هند احمد په ښار کې د اسټرالیا او انګلنډ لوبډلو ترمنځ هم لوبه وشوه چې اسټرالیا دغه لوبه د ۳۳ منډو په توپیر وګټله.

د انګلنډ لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې اسټرالیا ته یې د توپ وهنې یا بیټینګ بلنه ورکړه. اسټرالیا په ۴۹.۳ اوورنو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره انګلنډ ته د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.

انګلنډ لوبډلې په پیل کې د ډیويد میلن او بن سټوک د ښه بیټینګ په مرسته چې هر یو په ترتیب سره ۵۰ او ۶۴ منډې وکړې، ټاکل شوې هدف ته د رسیدو لپاره هیله من و، خو ددغو دواړو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته یواځې معین علي ۴۲ منډې وکړې، پاتې نور لوبغاړي پدې و نه توانیدل چې له ۳۰ زیاتې منډې جوړې کړي.‌

د انګلنډ ټوله لوبډله په ۴۸.۱ اوورونو او د ۲۵۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدله په دې توګه د اسټرالیا څخه د ماتې د منلو ترڅنګ د روان نړیوال جام څخه هم بهر شو.

ددې لوبې غوره لوبغاړي د اسټرالیا ورو توپ اچونکی ادم زمپا شو.

یاده دې وي چې تر دې مخکې، افغانستان هم انګلنډ ته ماتې ورکړې وه. په روان نړیوال جام کې د افغانستان لوبې له اسټرالیا او جنوبي افریقا سره پاتې دي. افغان لوبډله د روانې میاشتې پر اوومه نېټه د اسټرالیا او پر لسمه نېټه د جنوبي افریقا سره لوبه لري.