پاکستان وايي د "انګور اډې" له لارې به افغانستان سره د صادراتو لپاره هم کار واخلي

انګور اډه

د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې د اقتصادي اړیکو کمیټې په وروستۍ غونډه کې له پاکستان څخه افغانستان او ددغه هیواد له لارې منځنۍ اسیا هیوادونو ته د صادراتو د انتقال لپاره د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې درجې ورکول تائید کړي دي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د پاکستان د دولتي راډیو د رپوټ په اساس ویلي، چې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي اړیکو کمیټې د پنجشنبې د ورځې اپریل ۱۳(حمل ۲۴) غونډه کې د انګور اډې په سرحد کې د ګمرک د جوړولو منظوري هم ورکړې ده.

د انګور اډې سرحدي لار د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ څخه د جنوبي وزیرستان د واڼې ښار په لور غځیدلې ده. د پاکستان د حکومت ددې پریکړې دمخه هم په دغه لار باندې د دواړو هیوادونو ترمنځ سودګریزه راکړه ورکړه کیدله

اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم، سپین بولدک –چمن، غلام خان، ډنډ پټان (خرلاچي) بندرونو له لارې ترانزیټي او سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي. د پاکستان پخواني حکومت هم انګور اډې ته د صادراتي لارې د درجې د ورکولو لپاره ډیرې غونډې کړې وې خو په اړه یې وروستۍ پریکړه نه وه کړې.

افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکارو صادرات تر ډیره د ددغه هیواد د جنوب ختیځو سرحدي بندرونو له لارې کیږي. پاکستان هم افغانستان ته او هم د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د تورخم او سپین بولدک – چمن د بندرونو سربیره د صادراتو لپاره د غلام خان او ډنډ پټان ( خرلاچي) له لارو څخه هم کار اخلي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید اوړمه ورځ خبریالانو ته وویل،، چې د تیر ۱۴۰۱ لمریر کال په اوږدو کې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او پاکستان ته شاوخوا ۵۳ زره ترانزیټي محمولې انتقال شوي دي. هغه وویل، چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د ترانزیټي مالونو د انتقال څخه نږدې دوه میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې په تیرکال کې د پاکستان څخه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه پاکستان ته د سوداګریزو توکو په انتقال کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و.

د امریکا غږ ډیوې د پاکستان مرکزي بانک د راپور په اساس ویلي، چې د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ( ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ د جولای – فبرورۍ پورې) له پاکستان څخه افغانستان ته په صادراتو کې ۱۷.۰۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

دغه بانک ویلي، چې په دغه موده کې د افغانستان څخه پاکستان ته په صادراتو کې ۸۸.۶۵ فیصده کموالی راغلی و.

د پاکستان د مرکزي بانک د اپریل د میاشتې د راپور له مخې تیرکال افغانستان سره د پاکستان مجموعي سوداګرۍ کچه ۱۷۶.۸۷۱ میلیونه ډالره وه، خو ددغه بانک د راپور پر اساس په روان کال کې دا اندازه ۳۳۲.۹۸۲ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې پاکستان ته یې د وارداتو پرتله صادرات زیات و.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد جواد امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې په تیر لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته د یو ملیارد او ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او په همدې موده کې له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ملیارد او ۱۶۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي و.

ښاغلي حواد وویل " پاکستان ته زمونږ اکثره صادراتي توکي د ډبرو سکاره، مالوچ، جلغوزي ، قالینې، ترکاري او میوې وې. د پاکستان څخه اکثره وارداتي توکي وریژې، سمینټ دارو درمل، هګۍ او نور سوداګریز توکي و".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ۵۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي و.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي، چې په تیر لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته د یو ملیارد ډالرو څخه زیات صادرت شوي دي.

ښاغلي الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو زیاته برخه د ډبرو سکاره، کرومایټ او د شوکاڼي یا تالک معدني ډبرې جوړوي.

ښاغلي الکوزی وویل " څلور نیم لکه ټنه سابه او ترکاري او نږدې څلور سوه زره ټنه میوه مو صادره کړې ده ".

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، چې که چیرې د دواړو هیوادونو په بندرونو او سرحدي لارو کې سهتلونه زیات شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نوره هم زیاتیدلی شي.