پاکستان افغان محصلینو ته بورسونه وځنډول

ولسمشر غني دا اوونۍ په افغانستان کې د وروستېو ترهګریزو بریدونو په تړاو پر پاکستان نیوکې وکړې

د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د صدراعظم نواز شریف لخوا زیات شمیر افغان شاگردانو ته تعلیمي بورسونه ورکول کیږي،ترڅو دوي د پاکستان په تعلیمي ادارو کې مختلفو ساحو کې زدکړې وکړي. دې بورسونو دپاره د عریضو د ورکولو وروستۍ نیټه د اگست د میاشتې لسمه نیټه ټاکل شوې وه،چې د هغې نه پس به سفارت کې د افغان محصلینو نه د انگلیسي ژبې امتحان اخیستل کیده. خو د سه شنبې په ورځ د پاکستان سفارت یوه اعلامیه خپره کړه او وې ویل چې د وروستیو امینتي تحولاتو په اساس دوي د کال ٢٠١٥ ،٢٠١٦ دپاره افغان شاگردانو ته بورسونه د نامعلومې مودې پورې ځنډوي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت یو لوړ رتبه مامور اختر منیر وايي دې ورځو کې چې کابل کې کومې پیښې وشوې،نو هغې ته په کتلو سره فیصله وشوه چې دومره زیات شمیر کې مراجعین سفارت ته په دې شرایطو کې رابلل مناسب نه دي. نو د بورسونو دپاره امتحان مو بل وخت ته وځنډولو.

هغه دا ونه ویل چې د ازمونې دپاره به بله نیټه کله اعلانوي،خو دومره ېې یاده کړه چې هر وخت بله نیټه وټاکل شوه نو د رسنیو دلارې به افغان محصلین خبر شي.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې د پاکستان د سفارت د لوړ رتبه مامور سره مرکه دلته اوریدی شئ