د پاکستان او هند ترمنځ مذاکرات وځڼډیدل

پاکستان او هند په خپلو هیوادونو کې په ډیرو امنیتي پیښو کې پریوبل تورونه لګوي.

د هند لپاره د پاکستان جګپوړي کمشنر د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۷) وویل چې د دوه اتومي تاقت لرونکو هیوادونو هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه خبرې د اوس لپاره وځڼډیدې.

عبدالباسط دا خبره په نوې ډهلي کې د جنوبي آسیا د نړیوالو بهرنیو خبریالانو د ډلې سره په لیدنه کې وکړه. عبداباسط وویل چې پاکستان دا مذاکرات د خپلو ستونزو د حل لپاره ډيرې مهمې ګڼي.

عبدالباسط وویل ٫٫ پاکستان غواړي د خپلو ستونزو د حل په نیت د هند سره پراخې او ارزښتمنې خبرې ولري٬٬. هغه وویل هند تراوسه دیته تیار ندی نو پاکستاني مرکچیان به ورته صبر وکړي.

ددې تازه تبصرو دوه ورځې مخکې د سه شنبې په ورځ پاکستاني پلټونکي د هند شمالي ښار پټانکوټ ته ورغلي وو چې د هند په یو هوایي اډې د هغه برید په تحقیقاتو کې همکاري وکړي چې د همدې کال په پیل کې اوه هندي عسکر او شپږ وسله وال بریدګر پکې وژل شوي وو.