پاکستان وايي وزیري کډوال خپلو مینو ته ستنیږي

چارواکي وايي د یادو بې ځایه شویو کډوالو له ډلې یې څه باندې ۱۰۸زره يې بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.

د پاکستان پوځ وايي د شمالي وزیرستان د بې ځای شویو کډوالو ۳۸ سلنه بېرته خپلو سیمو او مینو ته ستانه شوي دي. دغلته له تېرکال راهیسې د پاکستان پوځ د ترهګرو د ځپلو او شړلو په موخه پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ضرب عضب په نامه د دغو عملیاتو له کبله نژدې درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) قبایل بې ځایه شول چې ډېر يې لا هم د پاکستان په نورو سیمو کې د سختۍ ژوند تېروي. زرګونه وزیري کډوال افغانستان ته هم راغلل او ګڼ شمېر یې د خوست ولایت شاوخوا استوګن شول.

چارواکي وايي د یادو بې ځایه شویو کډوالو له ډلې یې څه باندې ۱۰۸زره يې بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.

د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف شمالي وزیرستان ته تللی و چې د عملیاتو پایلې او د کډوالو د بېرته ګرځېدو چارې له نژدې وګوري.

ښاغلي شریف وویل د ټولو بې ځایه شویو کډوالو بېرته ستنولو ته ژمن دي او د ټولو کډوالو د بېرته ځای پرځای کولو پورې به پوځ په سیمې کې وي.

ښاغلي شریف د شمالي وزیرستان د میر علي په سیمې کې د قبایلو لپاره د ۱۱۰ بستریز روغتون هم پرانیست او د یوه ښوونځي( کالج) د جوړولو ژمنه يې هم وکړه.

شمالي وزیرستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو خبره داسې مهال کیږي چې د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړی پلاوی واشنګټن ته راغلی چې له امریکا څخه د کډوالو د بېرته ستنولو او پوځي عملیاتو په برخو کې د مرستو غوښتنه وکړي.

د دغه پلاوي مشر ډګر جنرال علم خان خټک وویل " زموږ هڅه دا ده له هرې لارې چې کیږي د عملیاتو له کبله د بې ځایه شویو خلکو د بېرته ورستنولو او مېشتولو لپاره پېسې برابرې کړو، د پاکستان حکومت دغې برخې ته بودجه ټاکلې ده ځیني خلک بېرته استول شوي دي او زموږ هدف دا دی چې هغوی ټول بېرته خپلو کورونو ته واستوو. "

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر په یوې اعلاميې کې ویل شوي چې د ترهګرو تر بشپړ ختمېدو پورې به په سیمې کې عملیات روان وي.

د ضرب عضب په نامه په دغو عملیاتو کې چې افغان پولې ته نژدې روان دي، د پاکستاني چارواکو په وینا سلګونه ترهګر په کې وژل شوي، ژوبل شوي او نیول شوي دي او پر دې سربېره یې د پټېدو ډېر ځایونه هم ویجاړ شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي په دغو عملیاتو کې د هغوی لسګونه سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو بیا د پاکستان پر پوځ نیوکې کړي‌چې د عملیاتو په لړ کې یې ملکي خلکو ته درانه مالي او ځاني‌ زیانونه اړولي دي.