د پاکستان د حکومت په خلاف د سیاسي مخالفینو مارش

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر امران خان

د پاکستان د حکومت مخالف گوندونه د عمران خان تحریک انصاف او د طاهر القادري عوامي تحریک د اگست په ١۴ نیټه د حکومت په خلاف د لاریون اعلان کړی دی.

دې دواړو گوندونو ویلي دي چې د هیواد د بیلا بیلو برخو نه به په ملیونونو تنه په دغه مارش کې گډون وکړي.

په پاکستان کې تیر کال د مئ په میاشت کې انتخابات وشول. ددغو انتخاباتو په نتیجه کې د پاکستان مسلم لیگ (ن) گوند حکومت جوړ کړ.

د پاکستان تحریک انصاف چې د خیبر پښتونخواه حکومت یې تر لاسه کړ په پنجاب کې یې په انتخاباتو کې د گډوډیو د پلټنو او انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه وکړه او دا تورونه یې ولگول چې د نوازشریف گوند په ځینو سیمو کې په لویه کچه درغلي کړیده.

له بلې خوا طاهر القادري چې په کانډا کې اوسیږي. په پاکستان کې د یو مذهبي سیاسي گوند عوامي تحریک مشري کوي او د حکومت د بدلون غوښتنه کوي.

که څه هم چې دواړه گوندونو په لومړیو کې اختلافات لرل خو اوس د حکومت په خلاف یوځاي سره په لاریون کې گډون کوي.

بل اړخ ته حکومت ددغه مارش اجازه ورکړیده، خو د امنیت د ټینگولو لپاره یې امنیتي ځواکونه او پولیس په اسلام آباد او لاهور کې ځای پر ځای کړیدي.

دا وخت په پاکستان کې تر ټولو لویه اندیښنه په دغه ورځ د امنیت ټینگول دي.

د عمران خان په غټو غوښتنو کې یوه د نواز شریف استعفی کول دي. عمران خان وایي چې د خپلو غوښتنو نه به په شا نشی.

بل اړخ ته سیاسي مخالفین په عمران خان دغه تور لگوي چې د هغه له خوا د نوازشریف له لورې د خبرو اترو د وړاندیزونو ردول دا څرگندوي چې عمران خان غواړي حکومت دی خامخا استعفی ورکړي.

د پاکستان پوځ د هیواد په سیاست کې لاس وهي او په تیره کې یې څو څو ځله په دیموکراتیک حکومتونو باندي کودتاوی کړی دي.

په داسی حال کې چې په هیواد کې دننه سیاسي تشنج ډیر زیات شویدی، او پوځ د دواړو خواو تر منځ د مسلې حل کولو لپاره کوشش ندي کړی.

د آزادۍ او انقلاب په نامه دغه مارش ته دوه ورځي وخت پاتي دي، دا چې دا به په پاکستان کې کوم سیاسي بدلون رامنځ ته کړي او که نه، په یو څو ورځو کې به معلومه شي.