نړیوال جام کې له ناکامیو وروسته، د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر استعفا وکړه

د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق

د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) په هند کې د نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان د لوبډلې د ناکامیو په تړاو له خپلې دندې استعفا وکړه.

د راپورونو له مخې، انضمام الحق په یو شرکت کې د دندې په ترسره کولو تورن دی چې د بازار موندنې او سوداګریزې ودې لپاره یې له څو پاکستاني لوبغاړو سره قراردادونه کړي دي.

د هغه د استعفا لامل د دغو قراردادونو له کبله د ګټو ټکر ښودل شوی دی.

انضمام الحق چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، ویلي چې د پاکستان کرکټ بورډ له خوا هر ډول پلټنو ته چمتو دی.

هغه په پاکستان کې یو تلویزیوني چینل ته وویل: "زه د ګټو د ټکر د دې تورونو له کبله زړه ماتی شوی یم او که پي سي بي [پاکستان کرکټ بورډ] تحقیقات کوي، زه ورته چمتو یم."

پاکستاني رسنیو تور لګولی چې د دغه شرکت نفوذ د کمزوري پاکستاني ټیم په انتخاب کې رول لوبولی دی. پاکستان په هند کې د روان نړیوال جام سیالیو څخه د وتلو په درشل کې دی چې په شپږو لوبو کې یې څلور بایللي دي.

د پاکستان لوبډله د سه شنبې په ورځ په کلکته کې د بنګله دیش سره مخامخ کیږي او سیمې فاینل ته د تللو دپاره نه یوازې اړتیا لري چې خپلې پاتې درې لوبې وګټي بلکې د جام د نورو لوبډلو لوبې هم باید د دوی په ګټه تمامې شي.

انضمام له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې، د نړیوال کرکټ ۱۲۰ ټیسټ، ۳۸۶ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه کړې او د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام کې لوبېدلی چې د پاکستان په ګټه پای ته ورسېد.

په کارابین کې د ۲۰۰۷ نړیوال جام له لومړي پړاو څخه د پاکستان له وتلو وروسته، انضمام له کرکټ څخه استعفا وکړه.

پي سي بي ويلي چې د ګټو د ټکر د تورونو د پلټنو لپاره يې د حقيقت موندنې پنځه کسيزه کمېټه ګومارلې ده.

دا د پاکستان د کرکټ ټیم د غوراوې د کمیټې د مشر په توګه د انضمام دویمه دوره وه، او لومړۍ هغه یې هم په ۲۰۱۹ کې د نړیوال جام نیمه پایلوبې څخه د پاکستان د پاتې کېدو وروسته په کړکېچ کې پای ته رسېدلې وه.