پښتانه په اول ځل د خپلو حقونو لپاره راوتلي - ثنا اعجاز

  • نوشابه آشنا

نږدي يوه اونۍ وشوه چې د ډيورند له کرښې اخوا پښتانه د سوله ايز احتجاج په ترڅ کې حکومت نه د خپل قام لپاره د حق او عدالت غوښتنه کوي.

د خيبر پښتونخوا مدنی فعالی ثنا اعجاز امريکا غږ اشنا راډيو ته وویل، احتجاج د نقيب په نامه د يو پښتون ځوان د بیگناه وژنې په خاطر د عدالت غوښتنې په نيت پيل شو.

ثنا اعجاز چې په دغه غونډه کې یې گډون کړیدی وويل خوشحاله دي چې د پښتنو گوندي او مذهبي مشرانو له احتجاج کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړې هغه وايی دا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو سوله ايز لاريون دی نو ځکه تر اوسه پوځ یا حکومت د دوي په وړاندې کوم غبرگون نه دی ښودلې .

ثنا اعجاز وایی"پښتانه تل د دین او جهاد په نوم استعمال شوي ،د ترهگرو په نوم وژل شوي او د کشمير او فلسطين په خاطر جنگول شوي دي."

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریالې نوشابې اشنا د ثنا اعجاز سره مرکه کړیده

Your browser doesn’t support HTML5

د ثنا اعجاز سره مرکه