د پاکستان حکومت له قبایلو د وفادارۍ ژمنه اخلي

شرطپاڼه له د قبایلو غواړي چې د پاکستان حکومت ته ژمن واوسې او د بهرنیو ترهګرو مرسته او ملاتړ ونکړي.

د پاکستان حکومت له هغو بې ځایه شویو قبایلو نه د وفادارۍ، لیکلې ژمنه غواړي چې، بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي.

د پاکستان پوځ د ٢٠١٦ کال د جولاۍ میاشت د کډوالو د بېرته په خپلو سیمو کې د ځای پر ځای کولو اخیري نیټه ټاکلې ده. د پاکستان حکومت وایي چې د دغه کار لپاره به یو ملیارد ډالر مصرف کړي.

د قبایلو لپاره د پاکستان د حکومت دفتر فاټا سکریټریټ د بیځایه شویو خلکو بېرته د تگ لپاره مدني تړون جوړ کړی دی چې هغه به هر هغه کس چې بېرته خپل کور ته ور ګرځي، لاسلیک کوي.

دغه اته پاڼي اوږد مدني تړون ۱۸ لویې او ورسره ۱۶ تړلي شرایط لري.

حکومت دغه پاڼې د وزیرستان په وزیرو، اتمانزيو، داوړو ، سیدگي او خیرسین قبایلو کې ویشلي دي.

دغه شرایط نامه یا مدني تړون د قبایلو نه غواړي چې د پاکستان حکومت ته به وفاداره اوسي، د بهرنیو ترهگرو ملاتړ به نه کوي او د حکومت سره به د امنیت په ټېنگښت کې مرسته کوي.

د دغه تړون شرایطو سخت عکس العمل راپارولي دی، د عوامي نیشنل گوند مشر اسفند یار ولي ویلي چې دغه تړون قبایلو ته سپکاوی دی او دا د مسلې دایمي حل نه دی.

د عوامي نیشنل گوند یوه بله مشره بشرا گوهر وایي چې د قبایلي سیمو خلکو ته د خپل ژوند حق نه دی ورکړل شول او په خبره یې هر ډول پرېکړې د هغوي په غیر موجودگۍ کې کیږي.

دغه ډول په ټولنیزو رسنیو، په خاصه توگه په ټویټر باندي د دغې تړون په مخالفت کې په سلگونو کسانو سخت عکس العمل خپور کړی.

د قبایلي سیمې یو اوسېدونکی رشید اورکزی پر خپل ټویټر لیکلي" د پاکستان حکومت د قبایلو سره داسي چلن کوي لکه دوی چې دغو سیمو ته نوي راغلي وي، حکومت باید په دې پوه شي چې قبایل په دغه ځمکه د دریو زرو کلونو نه راپدېخوا اباد دي."

د شمالي وزیرستان اتمانزۍ قبیلې د پاکستان د حکومت د دغې پرېکړې په ځواب کې یوه غونډه وکړه، چې په کې د اتمانزو مشرانو وویل د قبایلو لپاره د انگریز د وخت قانون یا ایف سي ار پرته بله ذمه واري نه مني.

د پاکستان پوځ تېرکال په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړل چې له کبله یې سلګونه زره قبایل بې ځایه او بیکوره شول.

دغې غونډې ته د مشال راډیو خبریال عمر وزیر ورغلي و، د غونډې یو گډون وال وویل " پوځ لومړی مونږ بیکوره کړو بیا یې زمونږ کورونه، ښوونځي او بازارونه ونړول او اوس را نه غواړي چې مونږ د هغوی شرایط ومنو."

د پاکستان حکومت دغې پرېکړې ته د حکومت مخالف سیاستمدارانو او د مدني ټولنو فعالینو هم سخت غبرگون ښودلې دی او ویلي یې دي چې دا د دې معنی ورکوي چې قبایل د وزیرستان او د پاکستان د حالاتو د خرابۍ مسول دي او له دوی سره به دغه تړون د سیمې حالت ښه کړي.

بل اړخ ته حکومت وایي چې په وزیرستان کې د امنیت د ټنگښت لپاره دغه تړون یو مهم گام دی.

د پاکستان پوځ د شا او خوا لسو کلونو نه په وزیرستان کې د طالبانو د ځینو ډلو خلاف عملیات کوي خو په دغه لړ کې یې تر ټولو ستر عملیات تېر کال پیل کړل.

د پاکستان پوځ د وزیرستان اوسېدونکو ته امر وکړ چې خوندي ځایونو ته دې کډه شي چې په نتیجه کې یې د یوې اندازې سره سم د یو میلیون نه زیات خلک بیکوره شویدي، چې پکې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.