په پاکستان کې ځانمرګه برید شوی – ولسمشر مشرف محکمې ته حاضر شوی

پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هېواد په شمال لویديځ کې د یوه ځانمرګه برید له کبله چې د ملیشو یو سیمه ایز قوماندان په کښي په نښه شوی دی، لږ تر لږه ۱۰ کسه وژل شوي دي او ۱۵ کسه نور ټپیان شوي دي.

د وژل شویو کسانو په ډله کې دوې ښځې هم شاملې وې. چارواکي وايي برید په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ ته څیرمه د سرحدي ځواک پر مشر عبدالمجید باندې شوی دی. هغه د حملې نه بچ شوی دی.

پاکستاني طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د امریکا غږ ته ویلي دي چې برید یې په قبایلي سیمو کې د دوي د اډو پرضد د پوځ د عملیاتو په ځواب کې کړی دی.

پېښور د پاکستان د نیمه آزادو قبایلي سیمو څنګ ته موقعیت لري. په قبایلي سیمو کې د طالبانو پټن ځایونه دي او ددغو سیمو څخه د پېښور په ښار کې د امنیتي قواوو او ملکیانو پرضد حملې تنظیموي.

په پاکستان کې دغه تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځ ته شو چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشر د جمعې په ورځ په محکمه کې حاضر شوی چې پرې د لګېدلو تورونه له امله د محکمې څخه خپل ضمانت تمدید کړي. پر نوموړي باندي د نورو قضیوو ترڅنګ د بېنظیر بوټو د ۲۰۰۷ کال د ترور تور هم دی.

ښاغلي مشرف ته چې د څلور کاله تعبید وروسته پاکستان ته ستون شوی تیره اونۍ په کراچي کې د یوې محکمې له خوا نه موقتي ضمانت ورکړل شو.

په داسي حال کې چې ښاغلی مشرف محکمې ته ننوتی، یوه کس پرې د بوټ واری وکړ.

پاکستان ته د ستنیدو نه مخکي مشرف اعلان کړی وو چې په پام کې لري چې د پاکستان د مسلیم لیګ ګوند مشري وکړي او ددغه هیواد په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

پخواني ولسمشر مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې کودتاه په لړ کې قدرت ونیوی او وروسته یې د لنډې مودې لپاره بیړنی حالت اعلان کړ. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د خپل مقام څخه استفعا ورکړله. د هغه وخت راهیسي نوموړی په ډوبۍ او لندن کې ژوند کوي.