د پاکستان د مذهبي اقلیتونو پرخلاف خونړۍ حملې شوي

د پاکستان چارواکی وايی جگړه مارانو د مذهبی اقلېتونو خلاف په دوه ښارونو کې، د بم چونو برېدونه وکړل او لږ تر لږ ٢٣ کسان ېې ووژل

د پاکستان چارواکي وايي جگړه مارانو د مذهبی اقلېتونو خلاف په دوو ښارونو کې، د بم چونو برېدونه وکړل او لږ تر لږ ٢٣ کسان ېې ووژل. د جمعې دورځې په برېد کې ېو بم د کوېټی په ښار کې د شېعه گانو په ېوه لارېون کې وچول شو. په دغه چاودنه کې ٢٢ کسان ووژل شول او ٣٠ تنه زخمی شول. په دغه لارېو ن کې پربېت المقدس باندی د اسراېېلو په کنترول باندی اعتراض کېده او د فلسطېنېانو لپاره د مستقل دولت دغوښتنی ملاتړ کېده.

په دې اونۍ کې د کوېټی د ښار حمله دوېمه حمله گڼل کېږی چې په شېعه اقلېت باندی کېږی. بله حمله د چارشنبی په ورځ دلاهور په ښار کې شوی وه. په دغه برېد کې دری بمونه په پرله پسی ډول وچاودل او ٣٥ کسان ېې ووژل. د لشکر طېبه په نامه سني افراطي ډلې لشکر جنگهوي العالمی ، ددغی حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی.

نور تفصېل :

د جمعې دورځې په ېوه بل برېد کې ، ېوه ځان مرگه د احمدي فرقې له جومات نه بهر د خېبر پښتونخوا دمردان په ښارکې هغه وخت ځان په بم والوزاوه چې امنېتي ساتونکېو جومات له ننوتلو نه اېسار کړ. په دغه ځان مرگي برېد کې ېو لاروی ووژل شو او څو تنه نور زخمېان شول.

دپاکستان حکومت د احمدېانو فرقه د ١٩٧٠ په لسېزه کې د غېرمسلمانانو په توگه اعلان کړله؛ وروسته ېې بېا له دېنه هم اېسار کړل چې ځان مسلمانان وبولي. دمې په مېاشت کې افراطېانو داحمدېانوپه دوه جوماتونو باندې په لاهور کې حملې وکړې اوتقرېبا سل کسان ېې پکې ووژل.

د مرگ ژوبلې په ېوه بله پېښه کې، د سړک د غاړی ېو بم په پېښور کې د پولېسو دگزمې په ېوه موټر باندې وچاودېده. ېو پولېس پکې ووژل شو او درې نورېې زخمېان کړل.