د پکتیکا په ولایت کې ځانمرګه برید شوی

Archive

د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې موټربم بريد شوی. د پوليسو مامورين وايي چې په دې پېښه او دغه راز له طالبانو سره په يوه بله جګړه کې مجموعاً لس کسان وژل شوي او تر پنځلسو زيات نور ټپيان دي.

د موټر بم دغه بريد د شنبې په ماسپېښين دوه نيمې بجې د پکتیکا ولايت په یحيی خېلو ولسوالۍ کې د پوليسو د تلاشۍ يوې امنيتي پوستې ته نږدې شوی دی چې له امله يې يو شمېر کسانو ته تلفات اوښتي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ امريکاغږ ته وويل چې په موټر کې ناست بريد کوونکي غوښتل چې له چاودېدونکو موادو ډک کماز موټر د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننه کړي خو د پوليسو له لوري ودرول شو او کماز د ولسوالۍ په دروازه کې چاودنه وکړه.

هغه وايي د پېښې په ځای کې ګڼه ګوڼه نه وه، نو ځکه ځاني تلفات يې ډېر ندي اړولي. دولت خان ځدارڼ وویل دوه تنه وژل شوي او پنځه پوليس ټپيان دي. هغه داسي،،کله چې دوی موټر ولسوالۍ ته د شا له طرفه راوستی و، غوښتل يې د ننه يې کړي، د پوليسو له لوري درول شوی او وروسته يې انفجار ورکړی. پنځه پوليس ټپيان دي او ده کسه وژل شوي، چې ګومان کېږي، بريد کوونکي دي،،.
خو سيمه وال وايي چې وژل شوي دوه تنه د سيمې اوسېدونکي او ملکي وګړي دي.

د يحيی خېلو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې وويل چې د چاودنې له امله د ولسوالۍ ودانۍ ته هم پوره زيان اوښتی دی، دروازې او کړکۍ يې ماتې شوي دي.

دا په تېرو دوو اوونيو کې دويمه ځان وژونکې حمله ده چې په پکتيکا ولايت کې ترسره کېږي. دوې اوونۍ مخکي د سروضې پر ولسوالۍ هم دا ډول بريد شوی و چې له امله يې تر شلو زيات کسان ټپيان شوي وو.

د پکتيکا د پوليسو مامورين همدارنګه وايي چې تېره شپه د دغه ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې پوليسو له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې، اووه طالبان يې وژلي او تر لسو زيات نور يې ټپيان کړي دي.

سرچينه وايي، چې په دې جګړه کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي هم دی. په دې اړه د دغه ولايت د پوليسو قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدرای يو ځل بيا داسي وویل ،،طالبانو د ګيانې ولسوالۍ د مزار پر پوسته بريد کړی و، چې په نتيجه کې يې اووه طالبان وژل شوي، يوولس کسه ټپيان دي. همدارنګه يو ملي پوليس شهيد او يو بل زخمي دی.،،

تر اوسه د موټر بم حملې مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی. خو د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د دغه ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د پوليسو پر امنيتي پوسته شوي بريد کې اته افغان پوليسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. هغه په دې بريد کې د خپلو دريو پلويانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.

پکتيکا د پاکستان له قبايلي سيمې سره نسبتاً اوږده پوله لري. په دې ولايت کې وسله وال طالبان او په ځانګړي ډول حقاني شبکه فعاله ده.