په افغانستان کې د ټویټر کارونه

د ځینو ارقامو په اساس، ټویټر په نړۍ کې ۳۱۵ میلیون استعمالونکي لري.

ټویټر هم د فسبوک په څیر یوه ټولنیزه رسنۍ ده، خو فرق یې د فسبوک نه دا دی چې یو کس کولای شی د پيغام د خپرولو لپاره یوازې ۱۴۰ حروف وکاروي، یا تصویر، او یا هم د انټرنیټ آدرس شریک کړي.

په افغانستان کې ټویټر د فیسبوک په پرتله لږ کاروونکي‌ لري.

ټویټر څنګه استعمالیږي؟ او، د ټویټر څخه څنګه موثره استفاده کیدای شی؟ دغه هغه موضوع ده چې د نومبر د میاشتې د ۱۲ مې نیټې د آشناټک په خپرونې کې ورباندې خبرې وشوي.

په خبرونې کې میلمانه د امریکاغږ آشناراډیو خبریاله نزرانه یوسفزۍ او خبریال بلال سروري وو.

د خپرونې کوربه: روښان نورزی

Your browser doesn’t support HTML5

د نومبر د میاشتې د ۱۲ مې نیټې د آشناټک پروګرام

د آشناراډیو د اشناټک خپرونه د هرې پنجشنبې د ماښام په ۹:۲۰ خپریږي. اوریدل یې مه هیروئ.