د امریکا خاص استازی فیلډمین خپله دنده پریږدي

فیلډمین د متحده ایالاتو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان په اړه د چهارشنبې به ورځ خبرې وکړي

د متحده ایالاتو خاص استازی ډېن فیلډمین وايي چې خپله وظیفه پریږدي او بیرته خصوصي سکتور ته ځي.

فیلډمین دغه خبره د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت لخوا د افغانستان په اړه په راغوښتل شوي بحث کې وکړه.

ښاغلي فیلډمین وویل: «زه ډیر خوشحاله یم چې دلته د متحده ایالاتو د سولې په انستیتوت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي په صفت د خداي په امانۍ وینا کوم. . . . زه بیرته خصوصي سکتور ته ځم.» ډېن فیلډمین د افغانستان او پاکستان په چارو کې د شپږو کلنو راهیسې دنده ترسره کوي. .

د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت لخوا په مباحثه کې، چې «د افغانستان د هغه دوبي وروسته چې د خطرونو نه ډک و،» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ښاغلي فیلډمین، سټیفن هیډلي او انډور وایلډر په افغانستان او پاکستان کې د لاس ته راوړونو او ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د ملاعمر مړینه او سوله

فیلډمین وویل چې د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر مړینه به د سولې پروسه پيچلې کړې خو کیدای شي چې دغه د سولې لپاره یو ښه فرصت هم وي.

فیلډمین وویل چې «د ملاعمر د مړینې خبر، چې تیره اونۍ خپور شو، پروسه یو څه پيچلې کړې، خو فکر کوي چې دا کیدای شي چې یو دیر مهم فرصت وي. طالبانو د یو داسې حرکت په توګه فعالیت پيل کړی و چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړه ختمه کړي. اوس باید چې دوی دا تصمیم ونیسي چې جګړې ته ادامه ورکړي او که نهایتا تشدد ختموي، [هغه تشدد] چې د افغانستان د پراختیا مخه یې نیولې ده. او، [طالبان] د افغانستان د مشروع سیاسي نظام برخه وګرځي.»

فیلډمین په اسلام آباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وستایلې. هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روابطو د ښه کیدو کریډیټ باید چې ولسمشر غني ته ورکړل شي.

پاکستان او سوله

د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت د اجراییوي هیات مشر سټیفن هیډلي څرګنده کړه چې که څه هم د افغانستان دننه پر ولسمشر غني انتقادونه وشول، خو هغه پاکستان ته وویل چې په هغه صورت کې به یې منافع په نظر کې ونیسی او د پاکستاني طالبانو په خلاف به اقدامات وکړي چې پاکستان طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ښاغلي هیډلي وویل چې پاکستاني چارواکي د ولسمشر غني په اړه دا فکر کوي چې هغه په خپلو خبرو کې رښتنی دی او د پاکستان سره نوې اړیکې غواړي.

د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت د اجراییوي هیات مشر وویل چې نور دلایل هم شته چې پاکستان یې دې ته وهڅوی چې د پخلاینې په پروسې کې نقش ولوبوي.

هیډلي زیاته کړه چې د پیښور د تروریستي پيښې وروسته پاکستاني چارواکي پاکستان ته د پاکستاني طالبانو ګواښونو ته متوجه شول.

هیډلي وویل چې پاکستان په دې پوهیږي چې یو باثباته افغانستان ته ضرورت شته که چیري غواړي چې د پاکستاني طالبانو ګواښونه له منځه یوسي.

طالبان او سوله

هیډلي وویل چې کیدای شي چې طالبانو هم دا تصمیم نیولی وي او هغه د دې لپاره چې د انتقال په پروسې کې د افغانستان امنیتي ځواکونه سره و نه پاشل شول، د داعش د فعالیتونو پيلیدل د طالبانو لپاره ګواښ پيښ کړی، او په طالبانو باندې پاکستان فشار اچولی دی. هغه وویل چې د ملاعمر مړینه هم خپل تاثیر لري.

«ډیر داسې پوښتنې یې پيدا کړي دي، نه یوازې د افغانستان د خلګو ترمنځ، بلکه کیدای شي چې په طالبانو کې یې هم دا پوښتنې پیدا کړي وی چې د چا لپاره جنګیدل او چا امرونه ورکول.

«دا حقیقت چې پاکستان اوس په پخلاینې کې مخکښ دی، دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا طالبان د پاکستان اجنټان دي. دغه د افغانانو په راجلبولو کې د طالبانو سره مرسته نه کوي.»

هیډلي وویل چې د دیپلوماسۍ ترڅنګ نظامي فشار هم د دې سبب شول چې طالبان د سولې خبرو ته زړه ښه کړي.

امریکا او پاکستان

فیلډمین د پاکستان او امریکا د روابطو په اړه هم خبرې وکړي. هغه د پاکستان په اړه د امریکا د دیپلوماسۍ د لاس ته راوړونو یادونه وکړه.

خو، فیلډمین دا هم وویل چې د پاکستان د روابطو په اړه ځینې تشویشونه هم شته او یو تشویش دا دی چې پاکستان په سیمې کې د ممکنه ګواښونو د رفع کولو لپاره ګوډاګیان یا خپلې ډلې ټپلې استعمالوي.

هغه وویل چې د پاکستان پوځي او ملکي واکداران باید چې خپلې ژمنې پوره کړي چې ویلي یې دي چې د ترورستي ډلو ترمنځ توپیر نه کوي او په خلاف یې داسې اقدامات کوي، لکه د پاکستاني طالبانو په خلاف یې چې کړي دي.

فیلډمین وویل چې پاکستان باید چې د حقانې د شبکې او د لشکر طیبه په خلاف هم په پوره قوت سره اقدامات وکړي.

د اصلاحاتو اجنډا

فیلډمین د ولسمشر غني د حکومت اقدامات وستایل. هغه وویل چې «د ولسمشر غني حکومت تیر کال د مهمو مسایلو په برخې کې پرمختګونه درلودل. [د چارواکو] د ټاکلو نه نیولې، د فساد په خلاف د اقداماتو او په دې وروستیو کې د انتخاباتو د اصلاحاتو د کمیسیون تر جوړولو پورې.»

ښاغلي فیلډمین وویل چې د اصلاحاتو اجنډا باید چې همه شموله وي چې دغه به د سیاسي بې ثباتې مخنوی وکړي. هغه وویل چې اجنډا باید چې وزارتونو، والیانو، مدنې ټولنو او عامو خلګو ته د واک اختیار د ورکولو په اساس وي.

د سولې د انستیتیوت د جنوبي او مرکزي آسیا د څانګې د رئیس مرستیال انډرو وایلډر وویل چې فکر کوي چې د ملي وحدت د حکومت لپاره به لویه ستونزې اقتصاد وي. هغه وویل چې نړیوال باید چې په دې برخې کې مرسته وکړي چې داسې نه شي چې د افغانستان حکومت د اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازي فیلډمین وویل چې په افغانستان او سیمې کې د داعش د فعالیتونو په اړه تشویشونه شته خو امریکا یې څار کوي او د متحده ایالاتو د تروریزم ضد ستراتیژي داسې ده چې د شرایطو او ضرورتونو په اساس تغیر پکښې راتلی شي.

ډېن فیلډمین یو کال کیږي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو د خاص استازي په توګه کار کوي. تر دې مخکې، هغه د پنځو کلنو لپاره د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو د خاص استازي د مرستیال په توګه دنده سرته رسولې ده