یوسفزی:‌ که طالبان سیاسي‌ فکر و نه کړي‌ نو ممکن جکړه وبایلي‌

د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی

​د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی وايي‌ چې ملا محمد عمر په طالبانو کې محبوبیت درلود او د هغه مړینه د طالبانو تحریک ته یوه ضایعه ده.‌

سمیع یوسفزی وايي‌ فکر کوي‌ چې که طالبان سمدستې یو نو مشر غوره نه کړي‌ او د ټولو طالبانو د خوښي‌ مشر و نه ټاکل شي‌ نو طالبانو ته به مشکلات پيښ‌ شي‌ او کیدای شی چې طالبان په وړو وړو ډلو وویشل شي.‌

ښاغلي‌ یوسفزي‌ وویل چې «اوس د طالبانو لپاره یو مهم وخت دی.. . . داسې وخت راغلی دی چې که چیري دوی یو سیاسي فکر و نه کړي او جذباتي فیصلې وکړي نو ممکن . . . کوم مقاومت چې دوی یې کوی. . . [هغه] وبایلي.»

د امریکا غږ سره په مرکې کې،‌ سمیع یوسفزی د ملاعمر د ځایناستي‌ او د ملاعمر د مړینې د تاثیراتو په اړه څرکندونې کړېدي.‌

د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزي سره مرکه دلته اوریدلی شی:‌

Your browser doesn’t support HTML5

Sami Yousufzai interview on Mullah Omar's death