امریکا د کندز په برید کې د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکوي

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي چې په هوايي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۳ نور لادرکه دي

د امریکا د دفاع وزارت وايي په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې د امریکا د هوايي برید له امله د وژل شوو او زخمي شوو کسانو کورنيو ته تاوان ورکوي.

د امريکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک وویل چې دا چې د قربانیانو د کورنیو سره به څومره مرسته کیږي تراوسه یې په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

ښاغلي کوک زیاته کړه چې د مالي مرسته به د «هغو ملکیانو د کورنیو سره وشي چې د امریکا د نظامي عملیاتو په نتیجه کې زخمي شوي او یا . . . وژل شوي وي.»

د بې سرحده ډاکټروانو ټولنه، چې د ایم ایس ایف په نامه هم پیژندل کیږي، ویلي دي چې په هوايي برید کې لس مریضان او د دغې ټولنې ۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

بې سرحده ډاکټران د پنجشنبې په ورځ دا خبره هم وکړه چې ۳۳ نور کسان لادرکه دي، چې ۲۴ یې د دغې ټولنې کارکوونکي دي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ د افغانانو او بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې څخه په روغتون باندې د برید له کبله بخښنه وغوښتله. امریکا وایي چې د کندز په روغتون برید یوه تیروتنه وه.

په روغتون باندې د هوايي برید وروسته، د بې سرحده داکټرانو ټولنې په کندز کې خپل فعالیتونه ودرول او غوښتنه یې وکړه چې د پيښې په اړه دې، د ژینیو د کنوانسیون په اساس، مستقل تحقیقات وشي.

دغه ټولنه وړاندیز کړی دی چې په روغتون دې هوايي برید د جنګي جنایت معادل وګنل شي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا، افغانستان او ناټو لخوا تحقیقات کفایت نه کوي.

امریکايي چارواکي په دې اړه تحقیقات کوي چې د امریکا پوځ خو به په افغانستان کې د قوې د استعمال د ورکړل شوي صلاحیت نه بې ځایه کار نه وي اخیستی.

د ژینیو کنوانسیون یا قرارداد د هغو نړیوالو پروټوکولونو او تړونونو نه جوړ شوی دی چې په اساس یې د وسله والو جګړو لپاره مقرارت وضع شوي دي.

د دغه کنوانسیون هدف د هغو ملکیانو خوندیتوب دی چې په جګړو کې برخه نه اخلي. د کنوانسیون په اساس، د هغو کسانو خوندیتوب هم باید چې اطمینیاني شي چې په جګړو کې یې د برخې اخیستلو نه لاس اخیستي وي.