نابینا معلولین او ځیرک ټیلیفون

Your browser doesn’t support HTML5

بنفشه یعقوبي هغه افغانه معلوله ده چې نشي کولی څه وګوري خو د یوه عادي شخص په توګه د ځیرک ټیلیفون نه کار اخلي. هغه وايي نابینا معلولینو ته د نوې ټکنالوژۍ کارول شونې ده. مېرمن یعقوبي چې د ماسټرۍ دوه سنده لري د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې کار کوي او د افغان معلولینو نه غواړي چې پر ځان بسیا شي.