په انځورونو کې؛ اسرائیل او د غزې تړانګه

د شنبې په ورځ اکتوبر اوومه،  د حماس ډلې له خوا پر اسرائیلو راکټي بریدونه او د غزې پر تړانګه د اسرائیلو ځوابي بریدونه، په پایله کې لږ تر لږه ۲۲۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي

اسرائیلي کورنۍ د حماس ډلې له بریدونو وروسته

په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د ۳۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې تر ۱۲۰۰ زیات کسان چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. په دې جګړې کې ۱۶۰ اسرائیلیان چې ډېری یې پوځیان وو، هم ووژل شول.

پر اسرائیلو د حماس ډلې راکټي بریدونه

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له امله، رامنځته شوې ویجاړي

یو شمېر فلسطینیانو د غزې په تړانګه کې د خان یونس په سیمه کې د اسرائیلو ټانکونه او پوځي تجهیزات ویجاړ کړل

د یو شمیر اسرائیلي اتباعو مړي، چې د حماس وسله والو لخوا وژل شوي دي

د غږې په تړانګه کې یو فلسطیني ماشوم

په اسرائیلو باندې د حماس ډلې د راکټي بریدو له امله یو شمیر ګاډي وسوځیدل

د حماس ډلې لخوا یو شمیر نیول شوي اسرائیلي سرتیري 

د حماس ډلې د راکټي بریدونو په پایله کې ټپي شوی اسرائیلي سرتیری

پر غزې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله یوې ودانۍ اور اخیستې دی

د حماس ډلې او اسرائیلو د بریدونو د خبري پوښښ لپاره د خبریالانو هڅې

د غزې روغتیایې مسؤلینو ویلي دي، چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وژل شوي دي.