د اوونۍ غوره انځورونه

پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په هکله اندیښنه ډیره شوې، ځینو ملکیانو د وسلو زده کول پیل کړي چې د جګړې پر وخت د ځان دفاع وکړي.

د ترکیې د استانبول په ښار کې د سلیمانیه جومات او د روسیې یو اوبتل وینئ. دا اوبتل تورې بحیرې ته روان دی.

د کراچۍ په ښار کې خلک په دودیزه توګه کبان وچوي او بیا یې بازار ته د پلور لپاره وړي.

د هند د الله آباد په ښار کې یوه زرغونه سیمه.

 
 

په سریلانکا کې د بودا د ورځې د لمانځلو لپاره چمتوالی روان دی.

د فرانسې د منتون په ښار کې د لیمو او مالتو ورځ ولمانځل شوه.

د لبنان په شمال کې د اوبو لاندې لامبوزن سرغوټې وهي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یونسیف) وایي چې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوندانه د بهتره کولو لپاره هلې ځلې کوي. دغه نړیواله اداره وایي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ شاوخوا ۱ ملیون ماشومان په سویې تغذیې اخته شوي.

په هند کې د کبانو یو پلورنځی