د غزې تړانګې په روغتون برید په انځورونو کې

د الاهلي عربي په روغتون برید کې چې په غزې کې پروت دی، شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

په غزې کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي چې دا برید اسرائیل کړی خو اسرائیل بیا دا تورونه رد کړیدي.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د هغوي د معلوماتو له مخې په غزې کې "ترهګرو" ګڼ شمیر توغندي وار کړي چې د اهلي العربي روغتون څخه نږدې تیر شوي او دا روغتون پکې لګیدلی دی.

په روغتون کې بې ځایه شویو کسانو پنا اخیستې وه  چې ډیری یې میرمنې او ماشومان و.

جمهور رئیس بایډن په اعلامیې کې ویلي چې د غزې په روغتون د چاودنې له کبله په "خواشینی" دی او امنیتي سلاکارانو ته یې امر کړی چې پدې هکله نور جزیات راټول کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان ویلي چې په چاودنې کې زرګونه کسان وژل شوي. د ایران دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات د اکس په ټولنیزې شبکې کې اسرائیل تر داعش منفور بللی او له نړۍ یې غوښتي چې د دې "جعلي رژیم او وژلو ماشین" پر ضد یو موټی شي.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د غزې په روغتون ددې برید غندلو تر څنګ ویلي چې "دا اسرائیل د بریدونو تازه نمونه ده چې تر ټولو اساسي بشري ارزښتونو څخه خالي دي".

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې د غزې پدې روغتون برید د اسرائیل دفاعي ځواکونو نه بلکې "وحشي ترهګرو" کړی.

 
په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د غزې په روغتون ددې برید غندلو تر څنګ ویلي چې "دا اسرائیل د بریدونو تازه نمونه ده چې تر ټولو اساسي بشري ارزښتونو څخه خالي دي"

 

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د غزې تړانګې پدې روغتون برید په "بشپړه توګه نه منل کیدونکی" دی او پدې یې ټینګار کړی چې د مسؤلو کسانو سره باید حساب کتاب وشي.

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه ویلي چې د چاودنې څخه وروسته په سمدستي توګه یې اردن د باچا عبدالله او اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره خبرې کړیدي.

د اسلامي جهاد ډلې د اسرائیل د پوځ دا تورونه چې ګواکې دوي دا برید کړی "درواغ" بللي.

د اسلامي جهاد  ډلې په سیمه ایز وخت چارشنبه سهار وختي په یوې اعلامیې کې ویلي چې "صیهونیستي دښمن سخت کوښښ کوي چې ځان د مسؤلیت څخه بچ کړي او معمول سره سم د ملامتۍ ګوته په فلسطین کې د اسلامي جهاد په غورځنګ اچوي".

متحده ایالاتو او روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د عاجلې غونډې غوښتنه کړې.