د پکتیکا والي: د نشه يي توکو له منځه وړلو ته ژمن یو

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، چې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او اعتیاد د دې ولایت په هغو سیمو کې کې زیات دی، چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، چې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او اعتیاد د دې ولایت په هغو سیمو کې کې زیات دی، چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.

هغه وايي "نشه يي توکي د وسله والو طالبانو له مهمو مالي منابعو څخه دي او هغوی له دې لارې په تر لاسه شویو پيسو وسلې اخلي او خپل مصارف پوره کوي."

ښاغلی څمکنی د پکتیکا له خلکو غواړي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لار کې د هغه ملاتړ وکړي او د نشه يي توکو د اعتیاد مخه ونیسي.

د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ چې ډېره برخه یې د طالبانو په لاس کې ده، په زیاته پیمانه چرس کرل شوي او داسې ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.