امریکایي کارپوه: د پاکستان پالیسۍ کې څرگند بدلون نه لیدل کېږي

جان ووډ، د امریکا د ملی دفاع پوهنتون استاد او په امریکا کې د نیژدې ختیځ او جنوبی اسیا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړی

پروفیسورجان ووډ: په هغه توگه چې راولپنډۍ او یا اسلام اباد په افغانستان کې سوله تعریفوي، هغه ښايي په ستره کچه له هغه تعریف سره اختلاف ولري چې کابل یا واشنگټن ېې له گاونډیانو سره سوله بولي.

د امریکا د ملی دفاع پوهنتون استاد او په امریکا کې د نیژدې ختیځ او جنوبی اسیا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړی پروفیسور جان ووډ امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "پر پاکستان باندې فشار زیات شویدی، خو د پاکستان په پالیسۍ کې لا څرگند بدلون نه لیدل کېږي."

‏ښاغلي ووډ د جنوبي اسیا او افغانستان په هکله د امریکا د نوی پالیسۍ په پرمختگ کې د افغانستان د حکومت د ونډې په باب وویل ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نوې ستراتېژۍ په عملی کولو کې د احتساب برخه ډیره جدي گڼلې ده. هغوی ددې کار د عملی کولو لپاره له امریکا سره په گډه یو داسی تشکیل منځته راوستی دی څو په دې تړاو ډېر زیات روڼوالی منځته راولي او پرمختگ وکړي.

د امریکا غږ له پروفیسور جان ووډ سره په افغانستان کې د سولی په لار کې پر خنډونو، د پاکستان د نوي ملکي حکومت پر نقش او نورو گاونډیو هېوادونو لکه ایران، روسیې او د چین پر نقش، گټو او اندېښنو خبرې کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د سولې ستونزې

پروفیسور جان ووډ د مرکې په پای کې وویل "دا هر هیواد د خپلو ملي ا منیتی مسایلو له امله او د جیوپولیټیک موقعیت له امله اندېښنی لري. له بل پلوه دا هم په نظر کې لري چی څوک به په سیمه کې په راتلونکې کې ستر نفوذ ولري؛ ایا دا به چین وي، که هند به وی او که بیرته په پښو دریدونکې روسیه به وي او که به امریکا خپل نفوذ ته ادامه ورکړي."

د هغه په وینا کیدی شی ددې پوښتنې په ځواب موږ په راتلونکیو شلو پنځه ویشتو او یا دیرشو کلونو کې پوه شو.