د کندز په ولایت کې د ریدي ګل دودیزه مشاعره

په مشاعرې کې ګڼ شمیر میرمنو هم برخه اخیستې وه

کندوز کې د موجودو امنیتي ستونزو تر څنګ ددغه ولایت فرهنګپالو ځوانانو چې د پسرلي کلتوري ټولنې تر چتر لاندې راټول دي لویه فرهنګي غونډه جوړه کړې وه.

په دغه فرهنګي غونډه کې شاعرانو د شعر د لوستلو ترڅنګ حماسي تمثیلي ټوټې هم وړاندې کړې، چې د ګډونوالو له خوا وستایل شوې، د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې پخواني مشر عزت الله پامیر وویل چې دوي هر کال د پسرلي په موسم کې فرهنګي غونډې جوړوي او دهیواد له ځینو ولایتونو څخه ورته شاعران راځي.

نوموړي د کندوز په اوسنیو شرایطو کې د یوې لوی فرهنګي غونډې جوړول په سیمه کې خلکو ته ډاډ ورکول و بلل او زیاته یې کړه چې ددغه ډول غونډو په جوړولو سره د خلکو هغه تشویش لرې کیږي چې د ناامنیو له امله یې پیدا کړی وي.

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې د ریدي ګل کلنۍ مشاعرې په هکله د امریکا غږ د خبریال ګل رحیم نیازمن راپور دلته اوریدلی شئ