د بشري حقونو ډله: ددایف تر شکنجې لاندې اعتراف کړی

د کریملن د بشري حقونو ډله: زاور ددایف د روسیې د مخالف فعال بورېس مېنتسوف په وژنه کې یې د لاس درلودلو اعتراف ترشکنجې لاندې کړی

د کریملن د بشري حقونو د ډلې غړی اندري ببشکن ویلي دي چې د چیچنیا د پولیسو پخوانی افسر زاور ددایف چې د روسیې د مخالف فعال بورېس نیمتسوف په وژنه کې یې د لاس درلودلو اعتراف تر شکنجې لاندې کړی.

د ببکشن په وینا کله چې له زاور ددایف څخه یې د مسکو په یوه زندان کې لیدنه وکړه، نو د هغه پر ځان یې ډېر زخمونه ولیدل.

اندري ببشکن زیاته کړه کله چې په دې لیدنه کې ددایف ورته داسې وویل "وروسته له هغه چې زه د شمالي قفقاز په سیمه ونیول شوم، دوې ورځې زما لاسونه بند و او هغوی پر ما چیغې وهلې چې نېمتسوف تا وژلی، خو ما ورته وېل چې نه ما ندی وژلی"

ددایف بلاخره د خپل پخواني همکار رسلن یوسوپوف د خلاصون لپاره چې ورسره یوځای په بند کې و، د نېمتسوف د وژلو اعتراف وکړ.

دادیف د بشري حقونو د ډلې استازی ته داسې ویلی دي " هغوی ما ته ووېل که چېرې زه اعتراف وکړم نو هغوی به زما ملگری خوشې کړي. ما ورسره موافقه وکړه. ما فکر وکړ چې زه به هغه وژغورم او دوی به ما مسکو ته ژوندی راولي."

زاور ددایف چې د چیچنیا د پولیسو د یو ځانگړي ډلې پخوانی غړی و، د تېرې یکشنبې په ورځ د روسیې د حکومت د منتقد نېمتسوف په وژنه تورن شو.

د تورونو ردول

د چېچنیا مشر رمضان قدیروف وېلي وو چې زاور ددایف د فرانسوي مجلې شارلي اېبدو لخوا، حضرت محمد ته منسوب د کاریکاتور په نشرولو، په غوسه شوی و او دا کار یې غندلی و.

نېمتسوف د شارلي اېبدو پر مجلې هغه برید غندلی و چې په ترڅ کې یې ١٢ تنه د تېرې جنورۍ په میاشت کې ووژل شول.

خو د ددایف ملگري دا دلیل یې رد کړی او ویلي دي چې یو اسلامپاله وسلوال نشوای کولی چې په یواځې سر د مسکو په تر ټوله با امنه سیمه کې د روسیې مخالف یې وژلی وای.

له بلخوا د روسیې پخواني صدراعظم میخایل کزنایوف هغه گنگوسې رد کړي چې گواکي نېمتسوف د چیچنیایی اسلامپالو لخوا وژل شوی دی.

ښاغلی کزنایوف چې د جمهور رئیس پوتین یو مشهوره مخالف دی او تر ٢٠٠۴ کاله پورې یې د پوتین تر مشري لاندې کار هم کړی، د اروپایی ټولنې پارلمان ته پرون ووېل چې نېمتسوف په روسیه کې د مذهبي اقلیتونو د حقوقو مبارز او په ٩٠ کلونو کې د چېچنیا د جگړې مخالف و.

د ښاغلي کزنایوف په وینا کله چې نېمتسوف د نزني نواگورد والي و نو څه د پاسه یومیلیون امضاگانې یې د چېچنیا د جگړې په خلاف راټولې کړې وې. د روسیې د پخواني صدراعظم په وینا نېمتسوف تل د هر اقلیت او هر مذهب پر وړاندې له زغم څخه کار اخیستو.

میخایل کزانوف د روسیې پر جمهور رئیس پوتین هم دا تور پورې کړ چې گواکي یو داسې نظام یې جوړ کړی و چې هر چا د هغه پر خلاف خبرې کولې نو هغه ته به د خائن په سترگه کتل کېدل.