د سمنګانو په ولایت کې په ځانمرګي برید کې 23 تنه وژل شوي

افغان چارواکي وایي یوه ځانمرګي برید کوونکي نن سهار دافغانستان په شمال کې د واده په مراسمو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي دي، چې د یوه پخواني مشهور قوماندان په شمول یې 23 تنه وژلي دي.

چاودنه د احمد سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې په یوه هوټل کې شویده. سمنګاني چې په خټه ازبک دی، د 1980 په لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو په خلاف د یوې وسله والې ډلې مشر ؤ خو اوس په ولسي جرګې کې د سمنګانو د خلکو استازی ؤ. رپوټ وایي سمنګاني د واده په مراسمو کې میلمنو ته ښه راغلاست وایه چې چاودنه وشوله.

افغان ولسمشر حامد کرزي دا چاودنه په کلکه غندلي دي او تر څنګ یې ویلي دي چې پدې چاودنې کې د حکومتي چارواکو په شمول 60 تنه ټپي شوي هم دي.

د سمنګانو د ولایت د امنیت آمر محمد نواب شیرزاد چې د واده د مراسمو امنیت یې ساته، اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې د هوټل په لومړي او دویم پوړ کې میلمانه لا د مخه رارسیدلي ؤ چې چاودنه وشوله.

رپوټ وایي چې سمنګاني د خپلې کورنۍ د نورو غړو او خپلوانو سره د هوټل لومړي پوړ ته راکوز شو چې هغو میلمنو ته ښه راغلاست ووایي چې د مزار شریف او بلخ نه واده ته راغلي ؤ. ځانمرګي برید کوونکی د همدغو میلمنو د جملې نه ؤ چې ښاغلي سمنګاني ته په نږدې کیدو سره یې پخپل ځان پورې تړلي چاویدونکي مواد چولي دي.

په ټپي شویو کسانو کې په ولسي جرګې کې د بلخ د ولایت استازی او د سرپل ولایت پخواني والي شامل دي. چاودنه دومره زروره وه چې آن د هوټل په دریم پوړ کې یې ځيني کسان ټپي کړيدي.

د پیښې یو تن عیني شاهد وایي چې ټول هوټل په وینو لت پت ؤ او هرې خوا ته د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د بدن ټوټې لیدل کیدلې.

" څلویښت، پنځوس نفره مې ولیدل چې هرې خوا ته پراته وو، د ځینو پښې پرې شوې وې او هرې خوا ته د بدن ټوټې تر سترګو کیدلې.

د افغانستان د ملي اردو په هیلوکوپترو کې یو شمیر ټپي شوي کسان مزار شریف ته د درملنې لپاره وړل شویدي. ولسمشر کرزي یوه ټیم ته امر کړیدی چې د سمنګانو د پیښې په اړه دې پوره څیړنې وکړي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی خو طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو په پیل کې ویلي ؤ چې په هر هغه چا به برید کوي چې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

په وژل شویو کسانو کې د افغانستان د لویدیځې حوزې د پولیسو د زون قوماندان جنرال سید احمد سامح، د سمنګانو ولایت د استخباراتو د ادارې رییس جنرال محمد خان او د ملي اردو د فرقې قوماندان محمد الله شامل دي.

سمنګاني د مشهور ازبک جنګسالار عبدالرشید دوستم یو مشهور قوماندان ؤ خو ویل کیږي چې پدې وروستیو کې یې د هغه سره ښه راشه درشه نه درلوده.

باید وویل شي چې د سمنګانو په ولایت کې شاوخوا 3 لکه او پنځوس زره خلک ژوند کوي چې پخوا هم پکې د ازبکو او تاجکو تر منځ سیاسي او قومي شخړې شویدي.