کيري: اوس یې وخت دی چې د سوریې ستونزه حل شي

ښاغلي کيري په مونیخ کې په یو امنیتي کنفرانس کې دا خبره وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري، چې د شنبې په ورځ په مونیخ کې په یو امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل اوس د دې وخت رسېدلی چې د سوريې ستونزه ته د حلا لاره وموندل شي.

ښاغلي کیري وویل" که نن حالت د هرې خوا په ګټې وي، خو بیا هم دا ستونزه یو سیاسي حل غواړي چې سوله او ثبات راشي."

نوموړي وویل چې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې چې کومه پرېکړه کیږي، یا به دا جنګ ختم کړي او یا به یې لا زیات کړي، خو ټېنګار یې وکړ چې د پېسو د چکونو لیکل او ورکول ستونزه نه حل کوي.

ښاغلی کیري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې لږ مخکې په همدې کنفرانس کې د روسیي لومړي وزیر دمتري مدویدوف هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګنې هېواد یې په سوریه کې په ولسي خلکو بمبارۍ کوي.

ښاغلي مدویدوف وویل د دغې ادعا هېڅ ثبوت نشته "روسیه په سوریه کې پټ هدفونه نه لري چې د خپلو خبرو خلاف عمل وکړو. مونږه هلته ځکه جنګیږو، چې ډېرې ملیشې چه هلته جنګ کوي، د روسیې دي، که موږ دا کار ونکړو، هغوی به د تروریستي حملو د پاره روسیې ته راشي. باید له هغوی سره همدلته جنګ وشي چې دا کار پر ولس کوم تاثیر نلري."

د روسیی صدراعظم دا خبرې د فرانسې د صدراعظم د وینا نه وروسته وکړې. د فرانسې صدراعظم په روسیې غږ وکړ چې په سوریه کې په ولسي خلکو بمبارۍ بندې کړي.

د ولسي خلکو د خوندیتوب پلان

اخوا امریکايي چارواکي وايي د سوریې د نړیوال ملاتړ ګروپ یو داسې پلان جوړ کړی چې د سوریې خلک له هوايي بمباریو خوندي شي او دښمنۍ ختمې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د دغه پلان په اړه وویل دا د ټولو جنگونو د ختمولو پریکړه لیک نه دی.

هغه زیاته کړه"د ډېرو خلکو په فکر ددغه بحران د ختمولو لپاره اوربند په کار دی، مګر مونږ لا دغه حد ته نه یو رسیدلي. مونږ غواړو چې جنګ لږ ودریږي چې سیاسي بهیر چټک شي، ځکه چې دغه بهیر یوه اونۍ مخکې په ژنیوا کې ودرېده."

په ملګرو ملتونو کې د سوریې نماینده، دي میستورا پلان لري چې د فبرورۍ په ۲۵ د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

په دی خبرو کې به د دمشق د حکومت او په داخلي جګړه کې د مهمو مخالفو ګروپونو غړي شامل وي، خو یو بل سره به مخامخ خبرې نه کوي.