'د شورابک بند د جوړېدو ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي'

د شورابک بند د ۷،۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بدخشان ولایت کې د شورابک د برېښنا د تولید بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې دغه بند ته د ۵۱ میلیونو امریکايي ډالرو پانګه ځانګړې شوې چې د جرمني هېواد له خوا تمویلیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ادارې ویاند نظام خپلواک په دې اړه نن شنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومی ۶) امریکا غږ ته وویل: "د شورابک بند برېښنا تولید لپاره جوړیږي چې ۹۵ سلنه کار یې بشپړ شوی دی."

هغه زیاته کړه چې د شورابک بند پروژې بشپړېدو سره به ۷،۵ میګاواټه برېښنا ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د پاشدان بند د جوړېدو چارې هم ۶۰ سلنه بشپړې شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوه اونۍ مخکې ویلي و چې افغانستان په مجموعي ډول له اوبو، باد او لمر نه د ۳ سوه زرو میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د افغانستان د حکومت معلوماتو پر بنسټ دغه هېواد د برېښنا د تولید په برخې کې د خپل ظرفیت نه ۲۱ سلنه ګټه اخیستې ده.

افغانستان د برېښنا په کارولو کې تر ډېره یو مصرفي هېواد دی چې له خپلو شمالي ګاونډیو نه برېښنا واردوي.

خو د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې اوس مهال د پاشدان او شورابک بندونو د پروژو په شمول د اوبو اته بندونو د جوړولو چارې روانې دي.