کاناډا د سوچي په لوبو کې د سرو زرو نهه مېډالونه گټلي دي

د کاناډا لوبغاړې ډاره هاول د سروزرو مېډال وگاټه او د خپلې بریا لمانځنه د کاناډا د بیرغ په ښورولو کوي

ناروي او نېوزېلانډ هرېو تراوسه پورې د سرو زرو 7 مېډالونه گټلي دي. روسیې او امرېکا بیا تراوسه د سرو زرو شپږ شپږ مېډالونه گټلی دي.
په سوچي کې د اولمپیک لوبې روانې دي، او د کاناډا د سکي په لوبغاړو کې ډاره هاول په دغو ژمنېو لوبو کې اوله راغلی ده.

ډاره هاول د امریکا لوبغاړې ډېوېن لوگن ته او بلې یې کاناډايي لوبغاړې کېم لمار، ته د سه شنبی په ورځ ماته ورکړه.

د ډاره هاول له امله کاناډا د سرو زرو د مېډالونو په گټلو کې ترنورو مخکې شوه. کاناډا دسوچي په ژمنېو لوبو کې تراوسه پورې نهه مېډالونه گټلي دي، په دې توگه د ناروې او نېوزېلانډ له هېوادونو نه د سرو زرو د مېډالونو په گټلو کې مخکې روان دی.

ناروې او نېوزېلانډ هرېو تراوسه پورې د سرو زرو 7 مېډالونه گټلي دي. روسیې او امرېکا تراوسه پورې د سرو زرو شپږ شپږ مېډالونه گټلی دي.

په عېن حال کې جرمني هیله من دی چی د سه شنبی په ورځ په لوبو کې نوره توره هم وکړي. د ښځو په لوبه کې چې پر ېخ باندې په ېوه تخته د ښوئېدلو سیالۍ ده. دوو جرمنی مېرمنو ېو په بل پسې په دغه لوبه کې مېډالونه وگټل.

دنارېنه په لوبه کې د ېخ پرتخته د ښوئېدلو په لوبه کې د امریکا شان واېټ هڅه کوي چې د سرو زرو درېیم مېډال ترلاسه کړي. د فنلنډ لوبغاړي د 2010 په اولمپیک کې د سپېنو زرو مېډال اخیستی و.

له بل پلوه، د سه شنبې په ورځ د روزنی په وخت کې د الپاین د سکي لوبه مخ په ځوړ برخه کې لغوه سوله چې واوره پکې وساتل شي ځکه چې کله هوا گرمه شي نو واوره اوبړنه شي او د سکي لپاره ښه نه وي.

رپوټ وايي دنارېنه و دسکی په لوبه کې چې دولس نېم کېلومتره فاصله کې وه، ددوشنبې په ورځ ېو څو لوبغاړي په لاره کې ولوېدل ځکه چې د تودې هوا له امله واوره پسته شوې وه.