جنوبي افریقا د نړیوال جام د سوپر۸ لومړۍ لوبې کې امریکا ته ماتې ورکړه

جنوبي افریقا د نړیوال جام د سوپر۸ لومړۍ لوبه وګټله

د کرکټ د ۲۰۲۴ د روان شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو د مرحلې په لومړۍ لوبې کې د جنوبي افریقا ملي‌ لوبډلې د متحدو ایالتونو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (جوزا۳۰) د ویسټ انډیز په انتیګوا او باربوداس کې وشوه. د متحدو ایالتونو د لوبډلې کپټان ارون جونس د پچې له ګټلو وروسته جنوبي افریقا ته د منډو کولو بلنه ورکړه.

جنوبي افریقا د خپل چټک توپ وهونکي کوینټن ډي کاک د ۷۴ منډو په مټ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې متحدو ایالتونو ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د متحدو ایالتونو لوبډلې یوازې ۱۷۶ منډې وکړې او ۲۰ اورونه یې پوره شول. افریقا دا لوبه د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی د جنوبي افریقا کوینټن ډي کاک شو.

دا د اتو غوره لوبډلو د مرحلې لومړۍ لوبه وه. دویمه لوبه یې د انګلنډ او کوربه ویسټ انډیز ترمنځ ده چې په ځايي وخت نن د ماښام په اتو بجو پیلیږي.

د سوپر لیګ د پنجشنبې د ورځې په لومړۍ لوبه کې به افغانستان له هند سره لوبېږي. دا لوبه، چې په باربوداس کې ده، د کابل په وخت به د ماښام په ۷:۰۰ وي.