سري لانکا د کرکټ نړیوال جام کې هالنډ ته ماتې ورکړه

سري لانکا د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې هالنډ ته د پنځو ویکټونو په توپیر ماتې ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د سري لانکا لومړۍ بریا وه.

سري لانکا خپلې درې نورې لوبې، پاکستان، اسټرالیا او سویلي افریقا ته بایللې دي. په دغه بري سره سري لانکا له لسم مقام څخه نهم مقام ته پورته شوه.

لوبه د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې۲۹) د هند د لکهنو په ښار کې وه. د هالنډ لوبډلمشر د پچې په ګټلو سره د بيټینګ پریکړه وکړه.

د هالنډ لوبډلې د خپل ټولو لوبغاړو په سوځېدو مخالف لوري ته په پنځوس اوورنو کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې د هالنډ لپاره سیبراند انګلبراخت ۷۰ منډې او لوګان فن بیک ۵۹ منډې وکړې.

خو د سري لانکا لوبډلې د سدیرا سماراویکراما او پاتم نسیناکا د ۹۱ او ۵۴ منډو په مرسته او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف په ۴۸ اورونو کې پوره کړ.

په توپ ‌اچوونکو کې یې بیا دلشان او ریجیتا هر یو د هالنډ لوبډلې څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د کرکټ په نړیوال جام کې د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) د هند او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه ده. دواړو لوبډلو تر اوسه خپلې ټولې لوبې ګټلي دي.‌

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې لوبېږي. د افغانستان راتلونکې لوبه د دوشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.