کرکټ نړیوال جام: سري لانکا انګلنډ ته ماتې ورکړه

سري لانکا اوس د نړیوال جام د لوبډلو په نوملړ کې پنځم مقام لري او د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره مخامخ کیږي.

په هند کې د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) سريلانکا انګلنډ ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته، د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه، ټول لوبغاړي یې په ۳۳ اورونو کې وسوځېدل او سري لانکا ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

سري لانکا وکولای شول چې په ۲۵ اورونو کې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي.

د سري لانکا توپ وهونکو پاتم نیسانکا ۷۷ او سدیرا سماراویکراما ۶۵ منډې وکړې. دواړه لوبغاړي د انګلنډ د توپ اچوونکي ډیویډ ویسلي په توپ وسوځېدل.

د انګلنډ بن سټوک ۴۳ منډې، جاني بیرسټو ۳۰، ډیویډ ملان ۲۸ منډې وکړې او پاتې ټول لوبغاړي یې له ۱۵ څخه د لږ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د سري لانکا توپ اچوونکي لاهیرو کومارا د انګلنډ درې او کاسن راجیتا او انجیلو متیو دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

دا په روان نړیوال جام کې د انګلنډ څلورمه ماتې او د سري لانکا دوهم بری دی.

سري لانکا اوس د نړیوال جام د لوبډلو په نوملړ کې پنځم مقام لري او د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰) له افغانستان سره مخامخ کیږي.