په ننګرهار کې يو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل

راپورونه وايي چې په وژل شویو کسانو کې د ښاغلي شینواري پلار او ورور هم شامل دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې یو ځانمرګي د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په حجره کې د خلکو په منځ کې ځان الوزولی چې ۱۳ تنه یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوگیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن شاوخوا لس بجې یو ځانمرګي بریدګر د ننګرهار د ولایتي شور د غړي عبیدالله شینواري په حجره کې د خلکو په منځ ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چاولي چې له امله یې دیارلس تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې په ټپیانو کې د ننګرهار د ولایتي شور د غړي عبیدالله شینواري پلار ملک عثمان او د هغه مشر ورور صمیم شینواری هم شامل دي.

عطاءالله خوګیاڼی وویل چې ټول قربانیان ملکي کسان چې د طالبانو له بند څخه د عبیدالله شینواري د مشر ورور صمیم شینواري د خوشې کیدو په مناسبت په دغه حجره کې راټول شوي وو.

صمیم شینواری د طالبانو سره له نهو میاشتو او لس ورځو بند تیرولو وروسته لس ورځې وړاندې راخوشې شوې دی.

د ننګرهار د والي ویاند وایي چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي د پیښې د قربانیانو شمیر نور هم لوړ لاړ شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې ډاکټران وايي چې د پیښې له ځایه ورته وروړل شوي چې څو تنه قومي مشران هم په کې شامل دي.

تراوسه ددغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.