پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د زرګونو بندو کانټینرونو د انتقال اجازه ورکړې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو هغه څه باندې درې زره په ترانزیټي مالونو بار کانټینرونه چې د دغه هیواد د سوداګرۍ د نوې پالیسۍ له مخې یې د کراچۍ په بندر کې د نږدې اوو اونیو راهیسې درولي و خوشې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته په یواستولي ویډوي پیغام کې ویلي چې دا کانټینرونه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ د وزیرانو سره د دوامداره خبرو په پایله کې د تفاهم په ترڅ کې خوشې شوي دي.

ښاغلي جواد وویل: "د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو بار کانټینرونو انتقال د اسنادو د بهیر د بشپړیدو او د پاکستان د نوې ترانزیټي پالیسۍ د وضع کیدو وروسته پیل شوی دی. مونږ هیله لرو چې له دې وروسته زمونږ سوداګرو ته بله ستونزه رامخې ته نشي".

د نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوي د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنیو او صنعت او سوداګرۍ د وزیرانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو په سر د خبرو لپاره د نومبر د میاشتې په نیمايي کې اسلام اباد ته سفر کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی چې د طالبانو د حکومت او خصوصي سکټور په دغه ګډ پلاوي کې اسلام اباد ته تللی و امریکا غږ ته وویل چې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو پرمهال پاکستان حکومت له درې نیم سوو څخه زیات ترانزیټي مالونو بار کانټینرونو د خوشې کیدو څخه ډده وکړه چې په کې هغه توکي شامل دي چې د پاکستان له خوا د ممنوعه ترانزیتي توکو په لیست کې یې نومونه لیکل شوي دی.

ښاغلي الکوزي وویل:" دا درې ‌کتګوري مالونه چې نیګټیف لیست یا ممنوعه مالونه دي لس فیصده محصول به ورڅخه اخلي او سل فیصده ګرنټي به په بانک کې ورکوي، دا دوه ډوله نور یې چې اکثریت جوړوي تقریبا د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې کانټینرې دي چې دې ته اجازه ورکړل شوې ده چې د پخوا په څیر په اینشورنس ګرنټي او د بانک په ضمانت باندې خوشې شي لکه پخوا چې کیدل یو کال یا څلور میاشتې مخکې او نیګټیف لیست یا ممنوعه مالونو په اړه به بیا خبرې کیږي".

ښاغلی الکوزی وايي چې پاکستان غواړي چې دا ممنوعه مالونه یا بیرته له پاکستان څخه بل هیواد ته انتقال شي او یا هم په پاکستان کې ددغه هیواد د ګمرک د قوانینو له مخې محصول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د پاکستان حکومت د سوداګرۍ د نوې کړنلارې له مخې د افغان سوداګرو دا په زرګونو کانټینرونه د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د درییمې راهیسې د کراچۍ په بندر کې درولي و.

افغان سوداګر وايي چې په کراچۍ بندر کې د مالونو د دریدلو پر مهال دوی اړ وو چې د مالونو د دریدلو اضافي مصرف یا ډیمریج هم ورکړي چې اندازه یې په ورځ کې سلګونو زرو ډالرو ته رسیدله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ تیره اونۍ اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې حکومت یې له ټرانزیټي سوداګرۍ څخه په ناوړه استعمال اندېښنه لري او په دې برخه کې پاکستان د توکیو یو منفي لیست هم ترتیب کړی دی.

میرمن بلوڅ وویل چې څرګند ثبوتونه لري، چې دغه توکي چې افغانستان ته څنګه داخل شي نو بیرته پاکستان ته راواړول کیږي، په ځانګړي ډول تجملي توکي چې د میرمن بلوڅ په وینا په افغانستان کې استعمال نه لري. نو د دغسې توکیو په باب د پاکستان تګلاره بېخي څرګنده ده.

پاکستاني چارواکي وايي د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه ددغه هیواد له بندرونو څخه له محصول پرته افغانستان ته ځي او بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي چې له دې امله پاکستان په میلیونونو ډالر تاوان کوي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت د سوداګرۍ دغه نوې پالیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون اپټا سره په ټکر کې ګڼي اوله اسلام اباد څخه یې ددغو نوو مقراراتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې په نوو اقداماتو کې د هغو لاریو ډرایورانو څخه چې پاکستان او افغانستان ته سوداګریز مالونه وړي راوړي غوښتي چې د سفر پرمهال دې پاسپورتونه او ویزې له ځان سره ولري.

تیره اونۍ پاکستان سرحدي ځواکونو د لاریو یو شمیر افغان ډرایورانو ته چې پاسپورټونه او ویزې یې نلرلې دغه هیواد ته د سفر اجازه ورنکړه چې له امله یې د تورخم لار د اوږدو ساعتونو لپاره بنده شوه، چې بیا د پخوانۍ کړنلارې له مخې پرتګ راتګ د موافقې وروسته دا لار بیرته پرانیستل شوه.