پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې له پنځوس فیصده زیاتو رسنیو خپل فعالیت درولی او ۳۰ فیصده رسنۍ د تړل کېدو په حال کې دي. افغان خبریالان وايي، د محدودیتونو له کبله اړ شوې چې دندې پریږدي او زیات شمېر خبریالانې په کور کښینول شوې دي.